نړیوال کریکټ

سریلانکا پخوانې کوچ هاتورسیسیه د سریلانکا کریکټ څخه د ۵ ملیون ډالرو غوښتنه کوي

د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې پخوانې روزونکي هاتورسیسیه د تړون د پایته رسېدو په بدل کې د سریلانکا کریکټ بورډ څخه ۵ ملیونه ډالرو معاوضې غوښتنه کړې. د سریلانکا دغه پخوانی ټېسټ ستوری وروسته له هغې ادغا وکړه چې د تېر کال د ختمیدو شرایطو سره موافقه نکوي.

نوموړي د سریلانکا کریکټ بورډ ته یو لیک استولی دی چې ور څخه د ۵ میلیونه ډالر غوښتنه کړې ده. د راپورنه له مخې چې سیسه د ۱۸ میاشتو کې د خپل بشپړ معاش غوښتنه کړې چې شاوخوا یو ملیون ډالر عاید کیږي. هغه همدا راز ادغا کوي چې نوموړی یو نړیوال روزنکي په توګه دنده ترسره کړې ده اوس نو ستونزه څه ده چې نوموړی یې له دندې ګوښه کړې دی.

هاتورسیسیه همدا راز وویل چې په ۵ ملیون ډالرو کې زیانونه او معاشونه هم شامل دي. هاتورسیسیه وروسته له هغې له دندې ګوښه کېږي چې وزیر هارین فرناندو ټینګار وکړ چې هغه زیات معاش لري او نوموړی یې تورن کړ چې ګواګې نوموړی چې د پایلو په لاسته راوړلو کې پاتې راغلي. سریلانکا د دسمبر په میاشت کې د سوېلي افریقا مکی آرتر د سر روزونکي په توګه ګمارلو سره د ملي لوبډله کې یو لوی بدلون رامینځته کړ. د زمبابوې پخوانی ټېسټ لوبغاړی ګرانټ فلاور د ملي لوبډلې بیټنګ نوی روزونکی ټاکل شوی ، استرالیا ډېوېډ ساکر د بالینګ روزونکی او شین مکډرموت د فیلډینګ روزنې مسؤل په توګه ټاکل شوی دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې