افغانستان کریکټ

افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله سبا له بنګله دېش ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې سره دویمه سیالۍ پیلیوي

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله له هېواد بهر په سوېلي افریقا کې خپل تمریناتي کیمپ پرانیستې او هلته د نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې راتلونکي نړیوال جام لپاره تمرینات ترسره کوي او ترڅنګ یې تمریناتې سیالۍ ترسره کوي.

د افغانستان کریکټ بورډ پر وینا، چې سبا به د افغانستان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله له بنګله دېش له نولس کلنو کم عمره لوبغاړو پر وړاندې خپله دویمه تمریناتي لوبه ترسره کړي. چې ټاکل شوي ده دغه سیالۍ د سوېلي افریقا په پوچیفسټروم کې ترسره شې. د یادولو وړ ده چې د افغانستان کریکټ نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې وړمه ورځ خپله لومړۍ تمریناتي لوبه د NW سیمه ییز پوهنتون لوبډلې پر وړاندې د باران ورښت له امله ترسره نه کړه.

بل لوري ته د افغانستان کریکټ ملي لوبډله هېڅ کومه رسمي لوبه نه لري پرته له نړیوال جام او اسیا جام څخه په داسې حال کې چې د افغان لوبډلې سیالان بیا په سیریزونو بوختې دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې