نړیوال کریکټ

هندوستان ته د ليسيت ملينګا چلېنج

د سریلانکا او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن شل لومړۍ شل اوریزه سیالي ترسره کيږي

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې کیپتان (لیسيت ملینګا) وویل زه پوره هڅه کوم چې هندوستان په خپل کور کې د ماتي سره مخ کړم مونږ کوشش کوو چې ډېرې منډې جوړې کړو تر څو په توپ اچونه کې بیا په اسانۍ سره هندوستاني لوبغاړي اوټ کړو ملینګا زیاتوې هندوستان د ويراټ کوهلې او کېل راهول په څیر بهترینه لوبغاړي په پيل کې لري نو کنټرولول به یې دومره ساده خبره نه وي اوس کال نوی شوۍ زمونږ لوبډله کې تغیرات شته هندوستان له ځانه سره په توپ اچونه کې دنړۍ نمبرون بالر جیسپرت بومره هم لري خو دی لپاره مونږ پلان نيولی هندوستان په ورستیو وختونو کې د ویسټ انډیز خلاف ډېر ښه سریز وکړ خو مونږ دا ځل په پوره مورال خپلې توپ اچونې او توپ وخنې ته ادامه ورکوو ملینګا د بومره په اړه وویل هغه ټپې شو او بیا لوبډلې ته راستون شو نو د پخوا په څیر به ښه تمام نشي ځکه فاسټ بالران له ټپې کیدو ورسته ډېر ښه نه لیدل کيږي هغه ویکټ اخیستونکی بالر دی او مونږ به یې له وخشتې توپ اچونې سره ګوزاره وکړو
هندوستان کرکټ ملي لوبډله او سریلانکا کرکټ ملي لوبډله نن د سیالۍ ډګر ته ښکته کيږي چې هندوستان کوربنه او سریلانکا بیا میلمنه لوبډله ده
ولید (خپلواک)

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې