دلوبغاړو په اړه

شیکر دوان: زه په نوي شاټ کار کوم، او غواړم شل اورېز جام وګټم

د هند لوبډلې څخه لرې پاتې شوي لوبغاړی شیکر دوان یو ځل بیا لوبډلې ته راستنیږې، هغه لوبډلې ته له خپل راتګ وړاندې وویل زه غواړم چې د هند لپاره راتلونکی شل اورېز نړیوال جام وګټم.

شیکر دوان وویل، تېر کال ما ډیری ټپونو سره مبارزه وکړه ، مګر دا د لوبې برخه ده. دا نوی کال دی او زه هیله لرم چې دې کال کې د نوي پیل لپاره را څرګند شم. زه تل شیان په مثبت ډول اخلم. ټپونه طبیعي دي ، یوازې زما په پرمختګ کې یې وګڼئ. ‘ هغه همدغه راز وویل، “زه غواړم چې سږ کال د ډیرو منډو جوړولو سره د ټیم لپاره د یو اغیزمن لوبغاړي په توګه راڅرګند شم. نو زه کولی شم چې ټیم سره مرسته وکړم چې لوبه او نړیوال جام وګټم. په نوي شاټونو هم کار کوم. ‘

د یادونې وړ ده چې شیکر دوان په تېر ۲۰۱۹ کال کې د وېسټ انډېز پر وړاندې له سیالیو کینول شوي وه، هغه خپل وروستۍ لوبه د بنګله دېش پر وړاندې نومبر میاشت کې ترسره کړې وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې