نړیوال کریکټ

رکي پونټینګ د ټېسټ لوبې یو ورځ کمولو سره مخالفت څرګند کړ

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر رکي پونټینګ د آي سي سي له نظر سره مخالفت څرګند کړ دکریکټ نړیوالې شورا څو ورځې وړاندې خبر ورکړی وه چې ټېسټ لوبې یوه ورځ راکمه کړې چې د یو شمېر پیاوړو لوبغاړو او د کریکټ مبصرینو بیا دا ډول پرېکړه ناسمه بللې او ویلې یې دي چې دا به لوي ستونزې وزېږوي.رکي پونټینګ پر وینا زه باید له خلکو واورم چې د دې لوي فشار څه شې دی چې آي سي سي غواړي د ټېسټ یوه ورځ کمه کړې په داسې حال کې چې اوس د ټېسټ ورځې مناسبې دي، نو تنظیمولو ته اړتیا ولې لرو؟ پونټینګ همدا راز وویل، چې دا به د ډېرو لوبو په مساوي توګه پایته رسولو لامل وګرځې هغه وویل زه د دې پریکړې مخالف یم.د اي سي سي دغې پريکړې ته نور ورته نړیوال کریکټر لوبغاړو لکه، هند پخوانې لوبډلمشر سچن ټنډولکر، جي روټ، ټیم پین او نورو ورته کریکټرانو بیا دا ډول نظرونو سره مخالفت څرګند کړې دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې