دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

جوفرا ارچر او مارک ووډ له ډېرو ټپونو وروسته یو ځل بیا لوبډلې ته راځې

د انګلیستان لوبډلې خورا دوه پیاوړي لوبغاړي چې د ډېر وخت راهیسې له لوبډلې څخه لرې پاتې شوي وه یو ځل بیا لوبډلې ته راستنيږې جوفرا ارچر او مار ووډ څه موده وړاندې ټپي شوي وو چې اوس یې ټپونه ښه شوي دي او انګلیستان سره به راتلونکي ټېسټ سیالۍ کې یو ځای شې.


د انګلیستانۍ لوبډلې پیاوړی توپ اچونکی جوفرا ارچر په دویمه ټېسټ لوبه کې د ټپ له امله له لوبډلې سره یو ځای نه شو خو اوس نوموړي خبر ورکړی دی چې ټپ یې ښه شوي دی او ډېر ژر به له لوبډلې سره یو ځای شې بل د ښي لاس تېز توپ اچونکی مارک ووډ په جولای میاشت کې له لوبډلې څخه لرې پاتي شوي وه اوس هغه هم ښه شوي دی او له لوبډلې سره به په لیست کې شامل شې. تمه کېږي چې دغه دواړه لوبغاړي به د سوېلي افریقا پر وړاندې لوبډله کې ولوبېږي.

دغه دواړه توپ اچونکي خورا پیاوړي توپ اچونکي لوبغاړي دي او که د لوبډلې سره یو ځای شې نو سوېلي افریقا توپ وهوونکو لپاره به ستونزې را ولاړې کړي بل لوري ته دغه پرېکړه به د انګلیستان لپاره هم خورا ستونزمنه وي چې څوګ له لوبډلې کینوي او پر ځای یې دغه دوه لوبغاړي لوبډلې ته غوره کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې