دلوبغاړو په اړه

بیګ باش سیالیو کې مارکس سټونیس ۷،۵۰۰ ډالر جریمه شو

دا چې کریکټ یوه نړیواله ورزشې لوبه ده نو په دغه لوبه کې چې څوګ د کریکټ نړیوالې شورا (اي سي سي) پر ټاکلو اصولو خلاف کوم کار وکړي نو د آي سي سي له لوري یا نغدي جریمه کېږي او یا هم د کلونو او یا د ټول عمر لپاره له نړیوالو سیالیو څخه کيښنول کېږي اوس په کریکټ کې د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې زیات شمېر لوبغاړي جریمه کېږي چې اوس په دې برخه کې مارکس سټونیس جریمه شوي دی.مارکس سټونیس په روانو بیګ باش لیګ تجارتي سیالیو کې د میلبورن سټارز لوبډلې لپاره لوبېږي، هغه په میدان کې له لوبڅار او کین ریچارډسن سره ناوړه عکس العمل ترسره کړې وه چې اوس نوموړی ۷،۵۰۰ ډالر جریمه شوي دی هېره دې نه وې چې سټونیس خپله غلطې منلي ده. او ویلې یې دي: زه په خپله عین وخت کې د خپلې غلطۍ کولو پرمهال نیول شوی وم. زه منم چې ما هرڅه غلط کړي وو. ما له کین ریچارډسن او امپائر دواړو څخه بښنه وغوښته.”

د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ د میلبورن سټارز او میلبورن رینګایډز ترمینځ لوبه ترسره شوه. چې پکې میلبورن سټارز لوبډلې بریا ترلاسه کړه په دغې سیالۍ کې مارکس سټونیس ۵۵ توپونو ۶۸ منډې جوړې کړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې