لیګونه

بيګ باش کې بیا هم وځلېدل!

افغان لوبغاړي د استرالیا کورنیو سیالیو، بیګ باش کې د خپلو لوبډلو لپاره ګټور تمام شول. لومړنۍ لوبه راشد خان دلوبډلې ترسره شوه، که څه هم د راشد لوبډلې بریا خپله نکړه خو نوموړی پکې خه وځلېد. په توپ وهنه کې د ۶ توپونو په لوبولو د یوې شپږېزې او یوې څلورېزې پر مټ ۱۴ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې.

په توپ اچونه کې بیا د ۴ اورونو په ترسره کولو د ۳۴ منډو په ورکړې ۱ لوبغاړی اوټ کړ. دویمه لوبه د قیس احمد دلوبډلې وه، چې لوبډلې یې په ۸ منډو بریا خپله او مخالیف ټیم ته یې ماتې ورکړه. قیس په توپ اچونه کې د۲۹ منډو په ورکړې ۱ لوبغاړی اوټ کړ. سبا په بیګ باش لیګ کې دظاهر خان لوبډله د عثمان خواجه د لوبډلې پر وړاندې دلوبې ډګر ته ښکته کیږي.

ذبیح الله نظري

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې