نړیوال کریکټ

آي سي سي غوړاي ټېسټ کریکټ نور هم لنډ کړي

د کریکټ نړیواله شورا یا آي سي سي غواړي چې د ټېسټ کریکټ یوه ورځ کمه کړې او څلور ورځې دوام ومومي. خو اوس پر همدغه موضوع باندې د کریکټ پیاړو لوبغاړو نظرونه څرګند کړې دي چې دلته یې له تاسې سره شریکوو.


د هندۍ لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی او لوبډلمشر وېرات کوهلي وایي، چې ټېسټ کریکټ دې همداسې دوامدره وساتل شې او د دوی د اي سي سي پریکړې څخه ناخوښه دي وېرات کوهلي همدغه راز زیاته کړه ټېسټ کریکټ به ډېر ژر ختم شې که د کریکټ نړیواله شورا همداسې بدلونونه پکې راولي. ورن فیلنیډر هم د وېرات کوهلي نظر تایید کړې دی او ویلې یې دي چې ټېسټ کریکټ د شل اورېزو او پنځوس اورېزو سیالیو څخه جلا خوند لري او مینوال هم ټېسټ کریکټ خوښوي هغه وویل چې ټېسټ کریکټ باید همداسې پنځه ورځنۍ پاتې شې.

خو د وېرات کوهلي او فلینیډر نظرونه بیا د جي روټ او ټیم پین له لوري رد شوي دي دې دواړو ویلې دي چې د ټېسټ کریکټ لپاره به څلور ورځې ډېر ښه وي او ویلې یې دي چې کریکټ نړیواله شورا باید کریکټ کې بدلونونه راولي.

د یادولو ده، چې آي سي سي په ۲۰۱۷ کال کې لوبډلو ته اجازه ورکړه چې څلور ورځنۍ یا ټېسټ سیالۍ وکړي چې ایرلینډ، افغانستان، انګلیستان او زیمبابوې دغه لوبې ترسره کړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې