دلوبغاړو په اړهلیګونه

شین واټسن پاکستان سوپر لیګ کې د لوبیدو خبر ورکړی

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی الراونډر شين واټسن په پاکستان سوپر لیګ کې د لوبیدو خبر ورکړی دی او ویلې یې دي چې ډېر ژر به پاکستان ته د سیالیو ترسره کولو په موخه لاړ شې هغه له خپلو مینوالو غوښتې چې د دوی اړوندې لوبډلې ملاتړ وکړي.

هغه د پاکستان لیګ PSL مینه والو ته په اردو کې خپور شوي پیغام کې وویل: “پاکستانیانو، زه پاکستان ته راځم ، تاسو ټول د ارغواني ځواکونو ملاتړ کوئ ، دا ځل به د کویټې وي.”” https://twitter.com/TeamQuetta/status/1213037285937229824؟s=20

د یادولو ده چې پاکستان په دې هڅه کې دی چې نړیوال کریکټ یو ځل بیا دغه هېواد ته ستون شې او په دې برخه کې د پاکستان کریکټ بورډ هڅه کوي چې نړیوال کریکټ دغه هېواد ته ستون کړي، ټاکل شوي ده چې د پاکستان سوپر لیګ به د فبرورۍ له ۲۰مې نیټې څخه په کراچۍ کې پیل شي او د مارچ په ۲۲مه نیټه به پایته ورسېږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې