نړیوال کریکټ

سبا د سریلانکا او هندوستان ترمنځ لومړۍ شل اورېزه سیالۍ پیلیږي

د هندوستان په کوربه توب به سبا یکشنبه د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې او هندوستان کریکټ ملي لوبډلې ترمنځ لومړۍ شل اورېزه سیالۍ پیل شې د دغې لوب لړۍ لپاره د داوړو لوبډلو نوملړونه هم اعلان شوي دي.

سریلانکا ۱۶ کسیزې لوبډلې نوملړ: لاسيت ملينګا،دنوشکا،اويشکا فرنندو،انجيلامتيوز،شانکا،کوسل پريرا،ډيکويلا،ډيسلوا،ايسوري ادانا، راجاپاسکا، اوشاندا فرنندو،هسرنګا،لاهیرو کمارا،کوسل منديس او ساندکن شامل دي.

هند لوبډلې ۱۵ کسیزه نوملړ: ويرات کوهلي،جسپريټ بومرا،یوزندرا چاهال،شيکر داون،شيوام ډوبي،رويندرا جديجا،کولديف ياداو،شرياس اير،منيش پانډې،ريشب پنت،لوکيش راهول،نوديپ سني،سنجو سامسون،شردل ټاکور او واشنګټن سندر شامل دي.

دغه لوبې به د ماښام شپږ بجې پیلیږي چې دغو سیالیو ته د هند حکومت له لوري پوره چمتوالی نیول شوي دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې