دلوبغاړو په اړه

راشد خان ته په IPL کې د خطر زنګ

د افغان لوبډلې پیاوړی الروانډر راشد خان چې د نړۍ په سترو لیګونو کې لوبیږې او پکې ښه ځلیږې، د ځینو ناتئید شوو راپورنو پر اساس چې راشد خان ته په آي پي آیل (هندوستان پریمیر لیګ) کې د خطر زنګ وهل شوي دی.
دا په داسې حال کې ده چې راشد خان په خپلې پېژند پاڼه کې خپل عمر کم ورکړی دی چې په آي پي آیل کې بیا دا ډول کار بند دی او نه منل کېږي خو تازه اوس د معلوماتو له مخې چې په راشد خان د آي پي آیل چارواکو شک راغلی دی او پلټنې یې روانې کړې دې ترڅو دا معلومه کړې چې راشد خان رښتیا په خپلې پېژند پاڼه کې خپل عمر کم لیکلې دی که چیرې راشد خان په خپلې پېژند پاڼه کې خپل عمر کم لیکلې وي نو پر نوموړي به په اي پي ایل کې د دوه کلونو لپاره بندېز ولګول شې.
د یادولو ده چې د راشد خان سربیره پر نورو لوبغاړو هم تحقیقات او پلټنې روانې دي، آي پي آیل چې د نړۍ له سترو لیګونو څخه دی ډېر ژر به پیل شې چې پکې راشد خان او محمدنبي پخوانۍ لوبډلې سنرایزر حېدراباد سره لوبېږي او مجیب ځدران به بیا د بالیوډ نوموتي ستورې پریټې زینټا په لوبډله کینګز الیون پنجاب لوبډله کې ولوبېږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې