لیګونه

تیر ماخستن د محمد نبي لوبډلې بیا بریا خپله کړه

بنګله دېش تجارتي ليګ په نننی لوبه کې محمد نبی په 18 توپونو 23 منډې وکړې او د تېر په څېر يې ١ ويکټ هم ترلاسه کړه، خو لوبډلې يې ښه لوبه ننداری ته وړاندې کړه او بريالۍ شوه د بنګله دېش تجارتي ليګ 32مه لوبه د رنګپور رېنجرز او سيلهټ تهنډر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه سيلهټ تهنډر لوبډلې وګټله او لومړى يې د رنګپور رېنجرز لوبډلی ته د توپوهنې بلنه ورکړه
د رنګپور رېنجرز لوبډلې ښه توپوهنه ترسره کړه چې په ټاکلو 20 اورونو کې يې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو 199 منډې ترلاسه کړې. د دوى له ډلې لوبډلمشر شين واټسن 68 محمد نايم 42، کیمرون ډيلپورټ 25 او محمد نبي 23 منډې وکړی سيلهټ تهنډر له لوري عبادت حسېن 2، کريشمر سنتوکي، شيرفان رودرفورډ او منير حسېن 1-1 ويکټ ترلاسه کړ د 200 منډو د هدف په تعقيب کې د سيلهټ تهنډر لوبډلې په 19.1 اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو 161 منډې وکړې او د 38 منډو په توپير يې له رنګپور رېنجرز لوبډلې څخه ماته وخوړله. د دوى له لوري شېرفان رودرفورډ 60، محمد ميتون 30 او لوبډلمشر انډري فليچر 19 منډې وکړې رنګپور رېنجرز له لوري مستفيظ الرحمان، تسکين احمد او ليوس ګريګوري 2-2، محمد نبي او کېمرون ډيلپورټ 1-1 ويکټ ترلاسه کړ واټسن ته په ښې توپوهنې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شوه
نننۍ لوبه د رنګپور رېنجرز لوبډلې لسمه لوبه وه چې څلورمه بريا يې خپله کړه، همدا راز سيلهټ تهنډر بيا په خپله لسمه لوبه کې نهمه ماته وخوړه، تهنډر يوازې په يوه لوبه کې بريا خپله کړې او تر ټولو شاته پاتی ده

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې