نړیوال کریکټ

پاکستان نسیم شاه له ۲۰۲۰ نولس کلنو نړیوال جام څخه لرې کړې دی

د پاکستان کریکټ بورډ د راتلونکي ۲۰۲۰ نولس کلنو کم عمره لوبډلې په نوملړ کې د تېز بالر نسیم شاه نوم له سکواډ څخه لرې کړې دی او پر ځای یې بل ځوان لوبغاړي ته د لوبېدو چانس برابر کړی دی پي سي بي (پاکستان کریکټ بورډ) د نسیم شاه پر ځای ۱۸ کلن محمد وسیم نومي تېز بالر ته په لوبډله کې ځای ورکړی دی.

نسیم شاه د اعجاز الحق له لوري لوبډلې ته اخیستل شوي وه، خو نسیم شاه د خپلي پیاوړي توپ اچونې لپاره دې ته اړ شو چې په لوړه کچه ځانته فرصتونه برابر کړي تر څو په نړیوال کچه خپله وړتیا ثابته کړي. بل لوري ته پاکستان کریکټ بورډ وویل، نسیم شاه د یو ښه کریکټر په توګه ثابت شوي دی او پاکستان کریکټ بورډ یوه عملي لاره غوره کړې ده چې نسیم شاه له ۲۰۲۰ نړیوال جام څخه وویستل شو او بل ځوان لوبغاړي محمد وسیم ته چانس برابر کړی دی چې تر څو په نړیواله کچه خپله وړتیا ثابته کړې.

د یادونې وړ ده چې د ۱۹ کلنو کم عمره نړیوال جام به په راتلونکي ۲۰۲۰ کال په سوېلي افریقا کې پیل شې ټاکل شوي ده دغه سیالۍ د جنوري په ۱۷مه نیټه پیل شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې