نړیوال کریکټ

پاکستاني لوبغاړي به د فټنس ټیسټ ډېر ژر پیل کړي او د ناکام کیدو په صورت کې به جریمه شي

د پاکستان کریکټ بورډ به مرکزي قراردادي لوبغاړي بابر اعظم ، سرفراز احمد او شاهین افریدی به د جنوري په ۶مه او ۷مه نیټه به د فټنس ټېسټ ازمونې ته ورشې د پاکستانیو رسنیو پر وینا چې ټول لوبغاړي به په ټیسټ کې شامل وي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان ځینې لوبغاړي په بنګله دېش پریمیر لیګ کې بوخت دي چې له هغوی څخه به د فټنس ازموینه د جنورۍ په ۲۰مه او ۲۱مه نیټه واخیستل شې پاکستان کریکټ بورډ همدا راز یادونه وکړه کوم لوبغاړي چې فټنس کې ناکام شول نو خپل میاشتنۍ پاتې کیدونکي فیس 15 سلنه جریمه به ورکړي. مرکزي قراردادي لوبغاړي: بابر اعظم ، سرفراز احمد ، یاسرشاه بی کټګورۍ: اسد شفیق ، اظهر عالي ، حارث سهیل ، امام الحق ، محمد عباس ، شاداب خان ، شاهین شاه آفریدي. کټګوري سی: عابد علي ، حسن علي ، فخر زمان ، عماد وسیم ، محمد عامر ، محمد رضوان ، شان مسعود ، عثمان شینواري ، وهاب ریاض.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې