لیګونه

نجیب الله ځدران په BPL لیګ کې ۳۱ منډې وکړې

نجیب الله ځدران نن په بنګله دېش تجارتي لیګ کې ۳۱ منډې وکړې خو لوبډلې یې ماتې وخوړه د نجیب الله ځدران اړوند لوبډلې دغه سیالۍ په ۱۲ منډو وبایلله او ډهاکه لوبډلې په دې سیالۍ کې بریا ترلاسه کړه.

په نن ورځ سیالۍ کې د ډهاکه پلاټون او کهلنا ټاېګرز لوبډلې سره مخ شوې چې په پیل کې د لوبې پچه کهلنا ټاېګرز لوبډلې وګټله او د ډهاکه پلاټون لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، ډهاکه پلاټون لوبډلې په ټاکل شوو ۲۰ اورنو کې ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۲ منډې وکړې د ډهاکه لوبډلې له لوري اصف علي ۳۹ ناسوځېدلي، عارف الحق ۳۷ ناسوځېدلي، او تمیم اقبال ۳۵ منډي وکړې.

د ۱۷۳ منډو په تعقیب کهلنا ټاېګرز لوبډلې یواځې ۱۶۰ منډې جوړې کړې او په ۱۲ منډو یې سیالۍ وبایلله د کهلنا لوبډلې له لوري مشفیق الرحیم ۶۴ او نجیب الله ځدران ۳۱ غوره منډې جوړې کړې. په دغې بریا سره د ډهاکه پلاټون لوبډله تر ټولو مخښکه لوبډله ونومول شوه یادونې وړ ده چې د سیالۍ غوره لوبغاړی حسن محمود ونومول شو هغه څلور لوبغاړي وسځول.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې