دلوبغاړو په اړه

2019 کال کی د افغانستان مخکښ لوبغاړي

د 2019کال وروستۍ شېبې دي او لږ ساعت کی به 2020 کال پيل شي، د 2020 کال د پيلېدو نه مخکې درسره د هغه افغانانو په اړه معلومات شريکوو، چې په 2019 کال کې يې د افغان لوبډلې لپاره ښې لوبې ترسره کړی دی
په دغه ليسټ کې څلور افغان لوبغاړي چې په توپوهنه او توپ اچونه کې ځلېدلي دي، په هغوى کې رحمت شاه، حضرت الله ځاځى، ګلبدين نايب او راشد خان شامل دی
په 2019 کال کې رحمت شاه په ټېسټ سياليو او يو ورځنيو سياليو کې تر نورو ډېرې منډې کړي دي. هغه په ټېسټ سياليو کې ٢٨٠ منډې ترلاسه کړي او په يوه پاڼۍ کې يې بيا زياتې منډې ١٠٢ دي، هغه لومړنى افغان توپوهونکى دى چې په ټېسټ سياليو کې يې سليزه وهلې ده. همدا راز په ٢٠ يو ورځنيو لوبو کې نوموړي د ٣٢.٣٠ په اوسط سره ٦٤٦ منډې ترلاسه کړي دي، چې په يوه لوبه کې زياتې منډې يې ١١٣ دی. حضرت الله ځاځي بيا په شل اوريزو لوبو کې ډېرې منډې ترلاسه کړي دي، هغه په ١٠ شل اوريزو لوبو کې د ٣٨.٣٣ په اوسط سره ٣٤٥ منډې ترلاسه کړي دي چې په يوه لوبه کې يې تر ټولو زياتې ١٦٢ ناسوځېدلې منډې کړي دي، چې دا په شل اوريزو لوبو کې دويمې زياتې منډې هم دی. راشد خان بيا په ټېسټ او شل اوريزو لوبو کې د افغانستان لپاره ډېرې ويکټې ترلاسه کړي دي. نوموړي په ١٠ شل اوريزو لوبو کې ٢٠ لوبغاړي سوځولي دي، چې په يوه لوبه کې يې غوره توپ اچونه د ٢٧ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي سوځولي دي او همدا راز د ٦.٦١ اقتصادي توپ اچونه يې ترسره کړې ده. نوموړي بيا د ټېسټ په ٣ سياليو کې د ١٥.٧٦ په اوسط سره ٢١ ويکټې ترلاسه کړي دی
ګلبدين نايب بيا په يو ورځنيو لوبو کې تر ټولو زياتې ويکټې ترلاسه کړي دي. نوموړي ١٦ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي او د ٥.٧٢ په ايکانومي سره يې ٢٢ لوبغاړي سوځولي دي چې په يوه لوبه کې يې د ٤٣ منډو په بدل کې ٦ لوبغاړي هم سوځولي دی

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې