دلوبغاړو په اړه

مجیب کم عمره لوبغاړی شو چې په شل اوریزو لوبو کې یې «۱۰۰» ویکټې واخیستې

د افغانستان ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی مجیب ځدران د نړۍ لومړی کم عمره لوبغاړی شو چې په لږ وخت کې یې په شل اوریزو لوبو کې ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کړی
مجیب الرحمن ځدران چې تر  دې مهاله ۱۸ کلن دی، خو د نړۍ په بېلا بېلو لیګونو کې یې د خپلې جادویي توپ اچونې مهارتونه ښکاره کړي دی
اوسمهال مجیب د بنګلدیش تجارتي لیګ سیالیو کې د کومیلا وریئرز لوبډلې په ګټه لوبیږي، نوموړي د یادو سیالیو پرمهال په شل اوریزو لوبو کې ۱۰۰ ویکټې بشپړ کړی
مجیب الرحمن د ۱۶ نړیوالو شل اوریزو لوبو سربېره ټولې ۹۷ شل اوریزې لوبه ترسره کړي چې په ۲۴.۲۴ غوره اوسط سره یې (۱۰۱) ویکټې اخیستي دی

د افغانستان ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي مجیب ځدران د خپلې لوبډلې په ګټه په یو ورځني نړیوال جام، اسیا جام او نورو ګڼو لوبلړیو کې لوبېدلی چې غوره او کامیاب ثابت شوی دی
د کرېکټ نړیوالې شورا په تېره تازه درجه بندۍ کې مجیب الرحمن په شل اوریزو لوبو کې له اتم مقام څخه دویم مقام ته پورته شو، نوموړی ددې سربېره د یو ورځنیو په درجه بندۍ کې دریم مقام ته پورته شوی دی.

اوسمهال مجیب ځدران د بنګلدیش غوره لیګ په سیالیو کې د کومیلا وریئرز لوبډلې لخوا لوبیږي، چې له دې وروسته به په بیګ باش لیګ کې ګډون لپاره استرالیا ته سفر وکړي او هلته به د بریسبین هیټ لوبډلې په ګټه ولوبیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې