دلوبغاړو په اړه

افغان لوبغاړی محمد نبی نن ۳۵ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه لرونکی الراونډر محمد نبي ۳۵ کلن شو، هغه د ۱۹۸۵ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په لوګر کې زېږېدلی و
محمد نبي چې د افغانستان په درې واړه بڼو لومړنيو لوبو کې د ملي لوبډلې برخه و، هغه د افغانستان لپاره تر ټولو زياتې لوبې ترسره کړي دي، چې ډېر ريکارډونه او ډېرې لاسته راوړنې هم لري، نوموړی چې د ملي لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوی دی، ډېرې برياوې يې لوبډلې ته ور په برخه کړي دي
محمد نبي د ۲۰۱۵ نړيوال جام پر مهال د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر و، که څه هم په دغه نړيوال جام کې افغانستان ډېرې برياوې ترلاسه نه کړې او يوازې سکاټلېنډ ته يې ماته ورکړه، خو د افغانستان لپاره ډېر مهم ځکه و، چې له ډېرو سترو لوبډلو سره يې لوبې ترسره کړې
محمد نبي د افغانستان ملي لوبډلې پرته د نړۍ په سترو تجارتي ليګونو کې هم لوبېدلی دی او هر ځای کې يې خپله وړتيا ښکاره کړې او ښه لوبه يې ترسره کړې ده. هغه په شپږيزه کرکټ ليګ کې د مس عينک اتلانو لوبډلې لوبډلمشر هم دی، چې په ۲۰۱۹ کال کې يې دغه سياليو کې اتلولي خپله کړه.

همدا راز له چټاګانګ وايکنز، کينټ، کينټ دويمه يوولس کسيزه لوبډله، ليسټر شاير، مېريليبون کرکټ کلب، ميلبورن رينيګاډز، پاکستان کسټمز، کوټه ګليډيټرز، رنګپور رېنجرز، سينټ کيټس اېنډ نيويس پېټرويټس، سنرايزرز حېدراباد او سيلهټ رايلز لوبډلو لپاره لوبېدلی دی
محمد نبي چې د افغانستان لپاره يې يوازې په ۳ ټېسټ لوبو کې ګډون کړی دی، تېر کال د بنګله دېش سره د ټېسټ لوبې نه وروسته له ټېسټ لوبو استعفا ورکړه او يوازې شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو کې لوبېږي
هغه د افغانستان لپاره ۱۲۴ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړي، چې د ۲۷.۸۲ په اوسط سره يې ۲۷۸۲ منډې ترلاسه کړي او په يوه لوبه کې يې ۱۱۶ زياتې منډې کړي دي. همدا راز د توپ اچونې په برخه کې يې بيا د ۳۲.۵۴ په اوسط سره ۱۳۰ ويکټې ترلاسه کړي او په يوه لوبه کې يې د ۳۰ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي سوځولي د
همدا راز نوموړي ۷۵ شل اوريزې لوبې هم ترسره کړي دي، چې د ۲۲.۳۰ په اوسط او ۱۴۵.۸۹ په سټرايک رېټ سره يې ۱۳۱۶ منډې ترلاسه کړي او په يوه لوبه کې ۸۹ يې زياتې منډې دي. هغه همدا راز د ۲۶.۶۵ په اوسط ۶۹ ويکټې هم ترلاسه کړي او په يوه لوبه کې يې د ۱۰ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي سوځولي دی

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې