نړیوال کریکټ

ډوپلیسی ایرلېنډ او افغانستان سره بی انصافی کیږی

د سویلی افریقا کریکټ ملي لوبډلې مشر فاف ډوپلسي د سترو درې هیوادونو اسټرالیا،انګلیستان او هندوستان په رول نیوکه وکړه. نوموړي وویل،د سیالیو ترتیب د دغو درې هیوادونو په لاس کې دی او پخپله خوښه د سیالیو او سیریزونو جدول ترتیبوي او کوچني ټیمونه له پامه غورځول کیږی. ډوپلیسي چې د انګلیستان په وړاندې د لومړۍ ټیسټ لوبې  د بریا وروسته یې د خبري کنفرانس پر مهال خبرې کولې،وویل چې د دغو سترو هیوادونو کریکټ بورډونو ترمنځ په خاصه توګه د ټیسټ سیالیو سیریزونو په برابري کې ډیره بې انصافي کیږی. د هغه په وینا پخپلو منځونو کې ډیرې سیالی برابروی خو نور ټیمونه له پامه غورځوی. نوموړي د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو نومونه یاد کړل،چې دوی ته تش په نوم ټیسټ کریکټ امتیاز ورکړل شوی، خو له ټیسټ کریکټ کولو محرومه شوي. ډوپلیسي وویل: (( دلته د افغانستان او ایرلینډ په څیر کوچني ټیمونه شته دي،خو دوی ډیر کم ټیسټ کریکټ لوبې ترسره کوي او که چیرې دوی ټیسټ لوبې هم کوي، هغه په نشتون حسابیږي. د ډوپلیسي څخه ددغه خبري کنفرانس پر مهال د “سوپر سیریز” یو ورځینو لوبو په اړه پوښتنه وشوه، هغه یې په ځواب کې وویل: ((تش په نوم د درې ستر هیوادونو انګلیستان،اسټرالیا او هندوستان ترمنځ به دغه سیالۍ برابرې شي او یو به څلورم ټیم ورته را دعوت شي او بیا به خپلو منځونو کې سیالۍ ترسره کړي.) نوموړي وویل تاسو پخپله دغه تیر کال ولیده،چې زیاتې سیالۍ د همدې درې سترو هیوادونو ترمنځ پخپلو منځونو کې برابرې شوي وی
ډوپلیسي په ټینګار سره وویل،که چیرې واړو ټیمونو ته هم له سترو ټیمونو سره یو ځای سیالۍ برابرې شي،لوبې به نورې هم خوندورې شی. د انګلیستان او سویلي افریقا کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لومړۍ ټیسټ لوبه کې سویلي افریقا په ۱۰۷ منډو توپیر انګلیستان ته ماتي ورکړي وه
دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه ټیسټ لوبه د جنورۍ په دریمه نېټه ترسره شی

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې