دلوبغاړو په اړه

ملی لوبغاړی سميع الله شينوارى نن ٣٢ کلن شو

د افغان لوبډلې تکړه لوبغاړي او الراونډر سميع الله شينواري نن د ٣٢ کالو شو، هغه په ١٩٨٧ کال کی د دسمبر په ٣١مه نېټه په ننګرهار کې زېږېدلى و
سميع الله شينوارى چې د افغانستان ملي لوبډلو لپاره يې ډېرې لوبې ترسره کړي دي، هغه ډېر ځل افغان لوبډلې ته برياوې هم ور په برخه کړي دي. نوموړى چې په ٢٠١٥ کال کې د ملي لوبډلې برخه و، يوازينى لوبغاړى و چې د سکاټلېنډ پر وړاندې يې په توپوهنه کې ٩٦ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته يې په ٢٠١٥ نړيوال جام کې لومړنۍ بريا ور په برخه کړه
سميع الله شينوارى چې په مسټر ناټ اوټ باندې هم مشهور دى، د افغان لوبډلې تر څنګ يې په بوست زون، سپين غر زمريانو او حبيب بانک ليميټډ لوبډلو کې هم لوبې ترسره کړي دی
هغه په ٢٠٠٩ کې د افغانستان لپاره لومړۍ يو ورځنۍ او په ٢٠١٠ کال لومړۍ شل اوريزه لوبه ترسره کړې ده. نوموړي تر دې مهاله پورې په ٨٤ يو ورځنيو او ٦٢ شل اوريزو لوبو کې د افغان ملي لوبډلې استازولي کړی ده
په يو ورځنيو لوبو کې هغه د ٢٩.٢٠ په اوسط ١٨١١ منډې ترلاسه کړي دي او د ٣٧.٥٨ په اوسط سره يې ٤٦ ويکټې هم اخيستي دي. همدا راز په شل اوريزو لوبو کې يې د ٢١.٨٨ په اوسط ٩٨٥ منډې او د ٢٤.٥٧ په اوسط سره يې ٢٨ ويکټې ترلاس کړي دي، چې په يوه لوبه کې يې بيا د ١٣ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي هم سوځولي دی

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې