نړیوال کریکټ

عمر اکمل د ژورنالیست څخه بښنی غوښتلو ته اړ کړل شو

پاکستان کریکټ ملی لوبډلې منځنی توپ وهوونکپ عمر اکمل چی د کریکټ په ډګر کې په بداخلاقه لوبغاړي شهرت لري د پاکستان کورنیو قائد اعظم سیالیو د پايلوبې وروسته یې د خبرو پر مهال له یوه ژورنالیست سره ښه رویه نه ده کړی. د پاکستان کورني کریکټ قائد اعظم ټرافي سيالیو د پايلوبې پر مهال نوموړي مرکزي پنجاب لوبډلې خلاف په ۲۶۵ توپونو ۲۱۸ منډې جوړې کړې، ۲۰ څلوریزې او ۸ شپږيزې يې ووهلی. د لوبې وروسته يوه ژورنالیست د نوموړي څخه د هغه د وروستۍ ټیسټ لوبې په اړه چې د زمبابوې خلاف په بولوایو ښار کې يې ترسره کړي وه، پوښتنه وشوه، که څه هم د هغه مودې راهیسې دومره وخت تیر شوی و،چې پخپله به عمراکمال ته هم نه یاديږي.خو نوموړي د ژورنالیست پوښتنې ته په سر تمبګۍ سره ځواب ورکړ او ورته ويې ویل چې زما وروستۍ ټيسټ لوبه د زمبابوې خلاف نه، بلکې د ويسټ انډيز خلاف وه. (( زما وروستۍ ټيسټ لوبه د ويسټ انډيز خلاف وه، نه د زمبابوې خلاف. پوه شوې!.) نوموړي دا خبره څو ځلې په غصې سره ياد ژورنالیست ته ور تکرار کړه، د نوموړي دغه چلند بد سلوکي په ټولینزو رسنیو کې ښه ونه انګیرل شوه. نوموړی وروسته دېته په زور اړ کړل شو چې له ياد ژورنالیست څخه رسمي بښنه وغواړی. د یادولو وړ ده چې عمر اکمل د تیرو ۸ کالونو راهیسې د پاکستان لپاره ټيسټ لوبې ندي ترسره کړی
نوموړي د پاکستان لپاره په وروستي ځل لپاره شل اوریزې سيالۍ د روان کال په  اکتوبر میاشت کې د سریلانکا لوبډلې خلاف په لاهور په ښار کې ترسره کړی. په یادو سيالیو کې نوموړي د شاهدخان افريدي د اوږدې مودې د زیاتو په صفر سوځیدلو ریکارډ هم مات کړ او په شل اوریزه کریکټ سيالیو کې لومړۍ لوبغاړی شو چې تر ټولو ډير په صفر سوځيږی. عمراکمل لدې وړاندې څو ځلې د پاکستان لوبډلې سره د خارجي سفرونو پر مهال د شپې هوټلونو څخه د باندې نایټ کلبونو ته تللی دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې