راشد خان په کریکټ کی د نوي (بیټ) تجربه کړه
په لومړی ځل راشد خان په کریکټ کې داسې يو بېټ راوړاندې کړ، چې تر دې مخکې په کرکټ کې نه دى ليدل شوي
د معلوماتو تر مخه، راشد خان چې اوس مهال په اسټراليا کې د بيګ باش سياليو کې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې لپاره لوبېږي، د يکشنبې په ورځ د ميلبورن رينيګاډز پر وړاندې په لوبه کې هغه په يوه نوي بېټ باندې توپوهنه ترسره کړه، چې دا ډول بېټ تر دې مخکې په کرکټ کې نه دى ليدل شوي
د کرکټ اسټراليا وېبپاڼې دغه بېټ ته د (The Camel) نوم ورکړى دى، يعنې (اوښ بېټ). راشد خان په دغه (اوښ بېټ) باندې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې پر وړاندې توپوهنه ترسره کړه او ٢٥ منډې يې وکړې. هغه په دغه لوبه کې همدا راز ٢ لوبغاړي هم وسوځول و کمې منډې يې ورکړې، چې اډلايډ سټرايکرز لوبډله يې بريا ته ورسوله او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه
که څه هم تر دې مهاله پورې دا نه دي ويل شوي، چې د (اوښ بېټ) تر شا اصل کيسه څه ده، خو ويل کېږي چې افغانان ډېر پخوا په اوښانو باندې اسټراليا ته تللي و، چې ښايي راشد خان د همدې لپاره دغه بېټ رامخې ته کړى و، تر څو د افغانانو او اسټراليا ترمنځ هغه پخوانۍ کيسې يو ځل بيا په اسټراليايانو کې رايادې کړی