لیګونه

بیک باش کې د قس احمد لوبډله له ماتې سره مخ شوه

بيګ باش تجارتي ليګ کې نن د قېس احمد لوبډلې لوبه وه، چې ياده لوبه د باران له امله ګډه وډه شوه، خو بيا هم د ډي اېل قانون له مخې، د قیس احمد لوبډلې په ٤ منډو ماته وخوړله. د بيګ باش تجارتي ليګ نننۍ لوبه د هوبارټ هوريکنز او ميلبورن سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه ميلبورن سټارز لوبډلې وګټله او لومړى يې د هوبارټ هوريکنز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه خو لوبه د باران له امله څو ځلې د ځنډ ښکار شوه، چې وروسته لوبه ١١-١١ اورونو ته راټيټه کړاى شوه. هوبارټ هوريکنز په ټاکلو ١١ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ٦٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې کالب جيول ٢٦، لوبډلمشر بين مک ډرموټ ١٧ او سيمون ميلينکو ١٢ منډې وکړی. د ميلبورن سټارز له لوري ناتن کولټر نيل او ډيل سټين ٢-٢ او ډينيل اورال ١ ويکټ ترلاسه کړه. خو د باران له امله د ډي ايل قانون له مخې د ميلبورن سټارز لوبډلې ته د ٥١ منډو هدف وټاکل شو، چې ياد هدف د ميلبورن سټارز لوبډلې په ٧.٣ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. خو د ډي ايل قانون له مخې ميلبورن سټارز په ٤ منډو بريا خپله کړه
د ميلبورن سټارز له لوري مارکوس سټوينيس ٢٥ او پيټر هېنډزکومب ٢٢ منډې وکړې، د هوبارټ هوريکنز له لوري جېمز فالکنر ٢ او رېلي ميريډټ ١ ويکټ ترلاسه کړه، قېس احمد هم ٢ اورونه ترسره کړل خو کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه. د لوبی د غوره لوبغاړي جايزه ناتن کولټر نيل ترلاسه کړه

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې