دلوبغاړو په اړه

پیټر سیډل له نړیوال کریکټ تقاعد اعلان کړو

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي پيټر سېډل تيره ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال له نړیوال کریکټ څخه د تل لپاره مخه ښه اعلان کړه
۳۵ کلن سېډل د اسټرالیا کریکټ په ملي لوبډله کې يو تجربه کاره توپ اچونکی شمیرل کيده او اکثره وخت نوموړي د اسټرالیا لپاره ټيسټ کریکټ سيالۍ ترسره کړي دی
ښي لاسی چټک توپ اچونکی پيټر سېډل په لومړي ځل په ۲۰۰۸ کال کې په ټيسټ کریکټ کې را څرګند شو او نوموړي تردې مهاله په ۶۷ ټيسټ لوبو کې ۲۲۱ ويکټې اخیستي ديی
نوموړی همداشان ۱۳م اسټرالیاوی لوبغاړی دی چې په ټيسټ کریکټ کې ډيرې ویکټې له ځان سره لری
نوموړی يوازینی توپ اچونکی دی،چې په ۲۰۱۰ کال اشيز سيریز سيالیو کې یې د خپلې کليزې په ورځ په ټيسټ کريکټ کې هیټريک ترلاسه کړ او سر په سر درې لوبغاړي یې وسوځول. نوموړي وويل یاده لوبه دده لپاره یوه یادګاري لوبه وه
پيټر سيډل په ۲۰۱۳ کال د انګلیستان خلاف په اشیز سيریز کې په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړي وه او د هغه د بهترینې توپ اچونې په مټ اسټرالیا د انګلیستان څخه د پنځو ټيسټ لوبو اشیز سيریز لړۍ پنځه په صفر کې ګټلي وه او انګلیستان يې په ياد سيريز کې کلین سويپ کړئ و.

نوموړي د روان کال د انګلیستان خلاف په اشیز سيریز بریا کې مهم رول ادا کړئ و او اسټرالیاوۍ لوبډلې ته يې په درې ټيسټ لوبو کې ۷ لوبغاړي سوځولي و.

پيټر سېډل ويلي، د خپلې پريکړې په اړه یې له اسټرالیاوي کپتان ټېم پینی او روزونکي جسټن لنګر سره مشوره کړي ده او هغوی په خوښه یې له ټيسټ کریکټ څخه د تل لپاره تقاعدي اعلان کړه.

د یادولو وړ ده چې پيټر سېډل د پخوانیو لوبغاړی ریکي پونټينګ،مایکل کلارک،بريټ لي،شان ټېټ، مېچل جانسن د وخت لوبغاړی و،او د هغوی سره يې یو ځای د اسټرالیا لپاره لوبې ترسره کړي دي.

نوموړی ويلي، لوبډله کې یې ښه چټک توپ اچوونکي پريښودلي او دوی کولی شي چې زمونږ او د نورو پخوانیو لوبغاړو ځای ونيسي. نوموړي اوسني چټک توپ اچوونکو مېچل سټارک، پاټ کومینز او نورو ته اشاره وکړه او ویې ويل چې یاد توپ اچوونکو له دوی څخه ښې تجربې ترلاسه کړي او د اسټراليا کریکټ ملي لوبډلې لپاره به په راتلوونکي کې سترې بریاوې ترلاسه کړي.

د ټيسټ کریکټ ترڅنګ نوموړي ۲۰یو ورځنۍ او دوه شل اوریزې لوبې هم ترسره کړي دي.

د یادولو وړ ده چې سېډل اوسمهال په بیګ باش سيالیو کې په لوبو بوخت دی

لیکنه خبریال ډاټ کام

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې