لیګونه

د نجيب لوبډله بريالی شوه او د مجيب لوبډله ماته شوه

مجيب الرحمان چی په بنګله دېیش تجارتي ليګ کی د کوميلا واريرز لوبډلې لپاره لوبېږی هغه د راج شاهي رايلز پر وړاندې په ٤ اورونو ک ٢٥ منډې ورکړې او ١ ويکټ يې ترلاسه کړه، خو لوبډله يې له ناکامۍ سره مخ شوه، همدا راز نجيب ځدراڼ بيا د کهلنا ټايګرز لوبډلې لپاره لوبېږي، چې که څه هم هغه توپوهنه ترسره نه کړه خو لوبډلې يې بريا خپله کړه
د بنګله دېش تجارتي ليګ ٢٣مه لوبه د دسمبر په ٢٨مه نېټه د راج شاهي رايلز او کوميلا واريرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه کوميلا واريرز لوبډلې وګټله او لومړى يې د راج شاهي رايلز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه
راج شاهي رايلز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې شعېب ملک ٦١، عفيف حسېن ٤٣، لوبډلمشر انډري رسل ٣٧ ناسوځېدلې او ليتون داس ٢٤ منډې وکړی
د کوميلا واريرز له لوري مجيب الرحمان، سنظمل اسلام او سوميه سرکار ١-١ ويکټ ترلاسه کړه
د ١٩١ منډو د هدف په تعقيب کې د کوميلا واريرز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٥ منډې وکړې، چې د ١٥ منډو په توپير يې له راج شاهي رايلز لوبډلې ماته وخوړله. د دوى له لوري سوميه سرکار ٨٨ ناسوځېدلې، شبير رحمان ٢٦ او ستيان وينزيل ٢١ منډې وکړی
د راج شاهي رايلز له لوري انډري رسل، محمد عرفان، فرهاد رضا او شعېب ملک ١-١ ويکټ ترلاسه کړه
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شعېب ملک ترلاسه کړه، چې د خپلې لوبډلې لپاره يې په زړه پورې لوبه ترسره کړه
همدا راز د دسمبر په ٢٨مه نېټه دويمه لوبه د سيلهټ تهنډر او کهلنا ټايګرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې سيلهټ د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٧ منډې وکړې، چې ياد هدف د کهلنا ټايګرز لوبډلې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ٨ ويکټو يې بريا خپله کړه
د سيلهټ تهنډر له لوري روبيل ميا ٣٩، انډري فليچر ٣٧ او شيرفاني رودرفورډ ٢٦ ناسوځېدلې منډې وکړې. د کهلنا ټايګرز له لوري روبي فريلينک او شاهد الاسلام ٢-٢ لوبغاړي وسوځول
د کهلنا ټايګرز لپاره مهدي حسن ٨٧ ناسوځېدلې او نجمل حسن شانتو ٤١ منډې وکړې، د سيلهټ تهنډر له لوري عبادت حسېن او شېرفاني رودرفورډ ١-١ ويکټ ترلاسه کړه
د کهلنا ټايګرز له لوري نجيب ځدراڼ هم لوبېږي، خو په دغه لوبه کې هغه ته د توپوهنې چانس راونه رسېده. په ياده لوبه کې د غوره لوبغاړي جايزه مهدي حسن ترلاسه کړه

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې