افغانستان کریکټ

جاويد افريدي افغان کريکټ بورډ دی لوبغاړو ته اجازه ورکړ چې پاکستان کي ولوبيږی

پيښور زلميو لوبډلی څښتن جاويد افريدي وايي د افغانستان کريکټ بورډ دي ملي لوبغاړو ته اجازه ورکړي چي د پاکستان په لوبغالو کي لوبي ترسره کړی
افريدي د بي بي سي سره په مرکه کي وويل ورزش پوله نلري او موږ هڅه کوو د سياست سره يې بيل کړو
د نوموړي په وينا موږ د افغانستان د کريکټ بورډ پخواني رئيس عاطف مشعل سره هوکړي ته رسيدلي وو او دا يې ډاډ راکړی وو چي پاکستان ته به خپله لوبډله ليږي،اوس هم په همدې هڅه کي يوو
افريدی وايي اوس په پاکستان کي هيڅ امنيتي ستونزه نسته، د نړۍ قوي لوبډلو ژمنه کړې چي په پاکستان کي به لوبي کوي، او نامتو لوبغاړي هم پاکستان سوپر ليګ ته چي دا ځل په پاکستان کي دننه ترسره کيږي راځی
د جاويد افريدي په وينا ما پخپله او پاکستان د افغانستان د کريکټ بورډ سره مرسته وکړه چي د ټیسټ کريکټ اجازه ترلاسه کړي پداسي حال کي چي د سريلانکا او بنګلديش بورډونو نه وه خوښه خو موږ ورباندي مثبته رايه استعمال کړه
نوموړی دا هم وايي موږ دې ته چمتو يوو چي په پاکستان کي افغان لوبډلي ته لوبغالي او اکاډمۍ په واک کي ورکړ


لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې