دلوبغاړو په اړه

ویرات کولي د لسیزې په لوبډله کې مخکښ لوبغاړی دی

د سپورټس کیډا په نامه وېب پاڼې د ویرات کولي له ۲۰۱۰ م کال څخه تر  ۲۰۱۹ م کال د سیالیو لپاره یو انځور خپور کړی، چې پکې د ویرات کولي د لسیزې منډې جوړولو، اوسط، مېن اف د مېچ او نورو برخو ته پکې ځای ورکړل شوی دی.    ویرات کولي په یوه لسیزه کې ۲۰ زره او ۹۶۰ منډې کړي دي، چې هره لوبه کې یې اورېج یا اوسط ۵۷ اعشاریه ۵۸ دی.

یعنې ویرات کولي په هره لوبه کې ۵۷ اعشاریه ۵۸ منډې جوړې کړي دي، چې د نړۍ په کچه د کرکټ لوبغاړو په منځ کې یو تر ټولو غوره اوسط بلل کېدای شي.

هغه په لسو کلونو کې په ټولو ډولونو لوبو کې ۶۹ سلیزې وهلي دي، چې د ټېنډولکر د ریکارډ ماتوونکو لوبغاړو دعوه ګیر هم بلل کېدای شي.

ویرات کولي په تېرو لسو کلونو کې په یو ورځنیو لوبو کې ۱۱ زره ۵۲۵ منډې کړي دي، چې دا هم د کرکټ په نړۍ کې زیاتې منډې بلل کېږي.

د هندۍ لوبډلې اوسني لوبډلمشر په یوه لسیزه کې په یو ورځنیو لوبو کې ۴۲ سلیزې وهلي دي، هغه په ټېسټ لوبو کې په تېره لسیزه کې ۲۷ سلیزې ثبت کړي دي، چې په مجموعي ډول د ټېنډولکر له سلیزو ۳۱ سلیزې وروسته دی.

یاد لوبغاړي په تېره یوه لسیزه کې ۷ ځلې ډبل یا غبرګې سلیزې وهلي دي، ۹۸ یې نیمه سلیزې ثبت کړي دي.

کولي چې په ټایمېنګ او تخنیکي شاټونو کې ځانګړی مهارت لري او سټایلش لوبغاړ بلل کېږي؛ نو په تېرو لسو کلونو کې یې ۲ زره او ۹۰ څلوریزې وهلي دي.

سربېره پردې هغه ۵۶ ځلې مېن اف د مېچ یا د لوبو غوره لوبغاړی اعلان شوی او ۱۷ ځلې بیا د ټولو سیریزونو غوره لوبغاړی راغلی دی.

کاپی یاران ویب پانه

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې