دلوبغاړو په اړه

مجيب د راشد خان ريکارډ مات کړو

سلو توپ اچونکي مجيب الرحمان د راشد خان ريکارډ مات کړ، راشد خان چې په کم عمر کې يې ١٠٠ لوبغاړي سوځولي و، اوس له هغه دغه ريکارډ مجيب الرحمان په خپل نوم کړ او کم عمره توپ اچونکى شو چې ١٠٠ ويکټې يې په شل اوريزو لوبو کې ترلاسه کړی
مجيب الرحمان چې که څه هم د ٢٠١٩ کال په لومړۍ نيمايي کې ډېر ښه ونه ځلېده، خو وروسته چې کله هغه په اى پي ايل کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې لپاره ولوبېده او ١٦ ويکټی يې ترلاسه کړې، نو نوموړى د کرکټ پوهانو او کرکټ مينه والو په نظر کې راغي
هغه نه يوازې دا چې د سترو لوبغاړو د سوځولو وړتيا لري، بلکې ډېره اقتصادي توپ اچونه هم ترسره کوي او په اورونو کې کمې منډې ورکوي، چې دا يې د ښې توپ اچونې نښه ه
هغه نه يوازې دا چې د هند تجارتي ليګ کې ښه وځلېده، بلکې په شل اوريزه بلاسټ سياليو او د بنګله دېش په تجارتي ليګ کې هم هغه ښه توپ اچونه ترسره کړه
مجيب الرحمان د ١٨ کالو او ٢٧١ ورځو په عمر کې په شل اوريزو لوبو کې د ١٠٠ ويکټو ريکارډ جوړ کړ، چې په دې کې نړيوالې او تجارتي لوبې ټولې شاملې دي، تر دې مخکې راشد خان دغه ريکارډ په خپل نوم لرلو چې هغه د ١٨ کالو او ٣٦٠ ورځو په عمر کې په شل اوريزو لوبو کې د ١٠٠ ويکټو ريکارډ جوړ کړى و. خو راشد خان په ٦٦ لوبو کې سل ويکټې اخيستې وې او مجيب الرحمان بيا په ٩٦ لوبو کې سل ويکټې پوره کړی
اوس په کم عمره توپ اچونکو کې، چې سل ويکټې يې په شل اوريزو لوبو کې ترلاسه کړي دي، لومړى نوم د مجيب الرحمان او دويم د راشد خان دى، همدا راز د پاکستان شاداب خان د ٢٠ کالو او ١٤٨ ورځو په عمر کې سل ويکټې پوره کړي، د انګلستان ډېني بريګس د ٢٣ کالو او ٥٦ ورځو په عمر کې او د هند جسپريت بومرا د ٢٣ کالو او ٥٧ ورځو په عمر کې سل ويکټې اخيستي دی

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې