نړیوال کریکټ

اسټراليا لوبډلی نيوزيلینډ 467منډو هدف ورکړو

په دویمه ټیسټ لوبه کی اسټراليا په لومړی پاڼی کی د نيوزيلینډ پر وړاندې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په دويمه ورځ يې ٤٦٧ منډې وکړې او پاڼۍ يې پاى ته ورسیده
د اسټراليا او نيوزيلېنډ ترمنځ په ميلبورن کې دويمه ټېسټ لوبه روانه ده، چې نن يې دويمه ورځ هم پاى ته ورسېده. اسټراليا په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ٤٦٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې ټريوس هيډ ١١٤، سټيو سميت ٨٥، لوبډلمشر ټيم پيني ٧٩، مارنوس لابوشاني ٦٣ او ډيويډ وارنر ٤١ مندې وکړی
د نيوزيلېنډ له لوري نيل واګنر ٤، ټيم ساوټي ٣، کولين دي ګرېنډهوم ٢ او ټرينټ بولټ ١ ويکټ ترلاسه کړ
په دويمه ورځ د اسټراليا پاڼۍ پاى ته رسېدلو وروسته نيوزيلېنډ هم توپوهنې ته راووت، چې د دويمې ورځې تر پاى پورې يې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ٤٤ منډې وکړې. د دوى له لوري ټام بلنډېل په ١٥ او لوبډلمشر کين ويليمسن په ٩ منډو وسوځېدل، همدا راز ټام لاتم په ٩ او راس ټېلر په ٢ منډو ناسوځېدلي دي چې سبا به بيا لوبه پيل کړی
د اسټراليا له لوري پاټ کومنز او جېمز پټېنسن ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې