نړیوال کریکټ

په اوله ورځ اسټراليا د نيوزيلینډ پر وړاندی ښه توپوهنه وکړه

اسټراليا او نيوزيلېنډ ترمنځ په ميلبورن کې دويمه ټېسټ سيالي روانه ده، چې اسټراليا پکې لومړى توپوهنه کوی
د لوبې په پيل کې نيوزيلېنډ پچه وګټله او لومړى يې اسټراليا ته د توپوهنې بلنه ورکړه
اسټراليا ته لومړى تاوان په سر کې ورسېده چې جو برنز په صفر وسوځېده، له هغه وروسته ډيويډ وارنر هم د ډېرو منډو په جوړولو کې بريالى نه شو او ٤١ منډې يې کړې وې چې خپله ويکټ يې له لاسه ورکړه
مارنوس لابوشاني بيا ښه توپوهنه وکړه چې د اسټراليا منډې يې ١٤٤ ته ورسولې، هغه چې وسوځېده ٦٣ منډې يې ترلاسه کړې وې. له هغه وروسته سټيو سميت توپوهنې ته ودرېده، خو ميتيو وېډ ورسره يوازې د ٣٨ منډو ملګرتيا وکړه، ټريويس هېډ بيا د ورځې تر پاى پورې ٢٥ منډې وکړې او ناسوځېدلى ولاړ دى، همدا راز سټيو سميت هم په ٧٧ منډو ناسوځېدلى ولاړ دي
اسټراليا په لومړۍ ورځ تر پاى پورې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٢٥٧ منډې ترلاسه کړی
د نيوزيلېنډ له لوري کولين دي ګرېنډهوم ٢، ټرينټ بولټ او نيل واګنر ١-١ ويکټ ترلاسه کړه
د يادولو ده چې اسټراليا او نيوزيلېنډ د درې ټېسټ سياليو لوبلړۍ ترسره کوي، چې روانه سيالي يې دويمه لوبه ده. په لومړۍ سيالۍ کې اسټراليا په ٢٩٦ منډو د نيوزيلېنډ لوبډلې ته ماته ورکړې وه او دريمه سيالي به د دواړو لوبډلو ترمنځ د جنورۍ په ٣مه نېټه پيلېږي.

دا سيالۍ د ټېسټ سياليو په نړيواله اتلولۍ يا چيمپينشپ کې شاملې دي، چې په دغه چيمپينشپ کې هند د ٣٦٠ امتيازونو سره په لومړي سر کې دى او ورپسې اسټراليا د ٢١٦ امتيازونو سره په دويم مقام ده.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې