دلوبغاړو په اړه

روهېت شرما 2019 کال په زیاتو منډو سره پای ته ورسوه

هند کریکټ ملي لوبډلې نامتو پیلیز یا اوپنر لوبغاړی روهیت شرما روان ۲۰۱۹ کال په یو ورځينو لوبو کې د زیاتې منډې جوړونکي لوبغاړي په توګه پای ته وراسوه
نوموړي د ويسټ انډيز خلاف په دریمې او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې د ۶۳ منډو په جوړولو سره، وتوانیده چې په روان ۲۰۱۹ کال يو ورځنیو لوبو کې تر ټولو زیاتې (۱۴۹۰) منډې جوړې کړې او پدې سره يې د خپل ټيم ملګری ويراټ کوهلي شاته پريښود او ماتې يې ورکړه
روهیت شرما په ۲۰۱۹ کال کې ټولټال ۲۸ یو ورځنیو لوبو کې له ۱۶۵۷ توپونو سره مخ شو، د ۷ سلیزو او ۶ نیمه سلیزو په مټ يې ۱۴۹۰ منډې جوړې کړې. نوموړي همداشان ۱۴۶ څلوریزې او ۳۶ شپږيزې هم وهلي وې. په یوه لوبه کې یې زیاتې منډې ۱۵۹ جوړې کړي وی
کوهلي بیا په همدې کال کې ۲۶ ترسره کړل شوو لوبو کې تردې دمه په ۱۴۲۹ توپونو، د ۵ سلیزو او ۷ نیمه سلیزو په مټ ۱۳۷۷ منډې جوړې کړي دي.یوه لوبه کې يې زیاتې منډې ۱۲۳ جوړې کړي وې.همداشان يې ۱۳۳ څلوريزې او ۸ شپږيزې یې وهلي دی
ويراټ کوهلي همداشان د ويسټ انډيز خلاف په دریمه او وروستۍ يو ورځنۍ لوبه کې ۸۵ منډو په جوړولو سره وکولی شول چې ويسټ انډيز ته په څلورو ويکټو ماتي ورکړي او  د يو ورځنیو لوبو سيریز لړۍ دوه په یو کې ترې وګټی
ویسټ انډيزی شای هوپ بیا په روان ۲۰۱۹ کال يوورځنیو لوبو کې تردې دمه د زیاتو منډو جوړونکو لوبغاړو لیست کې دریم مقام لري. نوموړی هم په ۲۸ یو ورځنیو لوبو کې په مجموعي توګه له ۱۷۲۶ توپونو سره مخ شوی، د څلورو سلیزو او ۸ نيمه سلیزو په مټ یې ۱۳۴۵ منډې جوړې کړي دي.نوموړي همداشان ۱۱۷ څلوريزې او ۲۱ شپږيزې وهلي دی
روهیت شرما همداشان په همدې لوبه کې د سریلانکا پخواني توپ وهونکي سنات جیاسوریا ۲۲ کلن ریکارډ هم مات کړ، او نوموړی لومړۍ لوبغاړی شو چې د یوه اوپنر په توګه نړيوال کريکټ کی د کال کال زیاتې منډې جوړوی
د لوبې د پیل وړاندې روهیت شرما يوازې دغه ریکارډ ماتولو څخه یوازې ۹ منډې لیرې و او ویې کولی شول چې په اسانۍ سره د ویسټ انډيز خلاف دغه منډې ترلاسه کړی
ددغه کال په پيل کې روهيت شرما د انګليستان په کوربتوب په ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې پنځه سليزې جوړې کړي وې.نوموړی پدې سره لومړۍ توپ وهونکی شو،چې په يو ټورنامینټ کې ۱۰۰ پلس مڼدې جوړوی
۳۲ کلن روهیت شرما همداشان د هند لپاره پرلپسې د اووم کال لپاره وکولی شول چې په يوه لوبه کې زیاتې منډې جوړې کړي. نوموړي په ۲۰۱۹ کال کې زیاتې منډې په يوه لوبه کې ۱۵۹ وی
په يو ورځنیو لوبو کې د ۲۰۱۳ کال راهیسې نوموړي د هند لپاره په یوه لوبه کې تر ټولو ډيرې منډې جوړې کړي دی
په ۲۰۱۳ کال کې نوموړي په يوه لوبه کې زياتې منډې (۲۰۹) جوړې کړي وی
په ۲۰۱۴ کال کې نوموړي په يوه لوبه کې (۲۶۴) منډې جوړې کړي وی
په ۲۰۱۵ کال کې يې په يوه لوبه کې (۱۵۰) منډې جوړې کړي وی
په ۲۰۱۶ کال کې يې په يوه لوبه کې (۱۷۱ ناسوځيدلې) منډې جوړې کړي وی
په ۲۰۱۷ کال کې نوموړی په يوه لوبه کې (۲۰۸ ناسوځيدلې) منډي جوړی کړي وی
په ۲۰۱۸ کال کې په یوه لوبه کې نوموړي (۱۶۲) منډې جوړی کړی وی

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې