دلوبغاړو په اړه

دافغانستان لوبډلې پخوانی کیپتان ګلبدين نايب په اړه

کلن ګلبدین نایب د افغانستان لپاره په يو شمېر لوبو کې د ښې وړتيا ښکاره کولو تر څنګ لوبډلې ته ښې برياوې ورپه برخه کړي دي.

نایب میډیم فاسټ توپ اچوونکی او ښي لاسی توپوهونکی دی، په دواړو برخو کې د ښې لوبې وړتيا لري. نوموړي ۲۰۱۶ کال کې په شارجه کې د زمبابوې سره د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې د ۸۲ ناسوځېدلې منډې وکړي او افغانستان ته يې په یاده لوبلړۍ کې بريا ور په برخه کړه، د زمبابوې سره په ۲۰۱۵ کال کې د دوه شل اوریزو لوبو په وروستۍ لوبه کې هم ګلبدین نایب نه يوازې دا چې د ۲/۴۰ توپ اچوونه ترسره کړه بلکې په توپوهنه کې يې هم ۵۶ ناسوځېدلې لوبې وکړي، افغانستان ته يې بريا ور په برخه کړه او د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

په ۲۰۱۳ کال کې د اسيايي کرکټ کونسل شل اوريز جام په پایلوبه کې د نيپال سره هم نوموړي ۲/۲۰ توپ اچوونه ترسره کړه او په توپوهنه کې يې ۴۳ ناسوځېدلې منډې وکړې او افغانستان يې اتلولۍ ته ورساوه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

نوموړی د ایرلېنډ پر وړاندې په ٢٠١٩ کې په هند کې په ۳ يو ورځنيو لوبو کې ولوبېده چې يوه لوبه خو د باران له امله بې پایلې پای ته ورسېده خو په يوه لوبه کې نوموړي ۲ لوبغاړي وسوځول او په توپوهنه کې يې ۴۶ منډې هم وکړې چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

ګلبدين تر ٢٠١٩ نړيوال جام مخکې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د يو ورځنيو لوبو لوبډلمشر وټاکل شو، چې تر دې مخکې اصغر افغان لوبډلمشر و. خو د هغه په مشرۍ کې افغانستان په نړيوال جام کې ٩ لوبې وکړې او په هېڅ لوبه کې يې هم بريا خپله نه کړه.

کله چې لوبډله له نړيوال جام بېرته راستنه شوه، نو هغه مهال نوموړى له لوبډلمشرۍ ليرې او پر ځاى يې راشد خان د درې واړه فارمېټونو لپاره لوبډلمشر وټاکل شو.

ګلبدین نایب تر دې مهاله پورې ٦٥ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړي چې په ٥٦ لوبو کې د توپوهنې لپاره مېدان ته کوز شوی او ١٠٤١ منډې يې کړي دي، په يوه پاڼۍ کې يې ښې منډې ۸۲ ناسوځېدلې منډې دي، ۵ پنځوسيزې يې وهلي او سټرایک رېټ يې ٧٣.١٠ دی.

د يو ورځنيو لوبو د توپ اچونې په برخه کې يې بيا ٢١٨=٩٤ توپونه ترسره کړي او ١٩٦٨ منډې يې ورکړي او ٥٩ لوبغاړي يې سوځولي دي، همدا راز دوه ځله يې ۴-۴ ويکټې هم ترلاسه کړي دي، نوموړی په توپوهنه کې ٣٣.٣٥ اوسط لري.

په شل اوريزو لوبو کې بيا نوموړي په ٤٣ لوبو کې ٣٥ ځلې توپوهنه ترسره کړې او ٤٤٤ منډې يې کړي چې ښه توپوهنه يې بيا ۵۶ ناسوځېدلې منډې دي. په توپ اچونه کې يې بيا ٣٦٦ توپونه ترسره کړي، ٥١٢ منډې يې ورکړي او ١٤ لوبغاړي يې سوځولي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې