لیګونه

بېګ باش پرت لوبډلی 48منډو لوبه سډني لوبډلی ته په ګټه ورکړه

د بېګ باش تجارتی لېګ په په نننی لوبه کی د سدني سيکسرز لوبډلې د ٤٨ منډو په توپير له پرت سکارچرز لوبډلې څخه لوبه وګټله
د بيګ باش تجارتي ليګ کې نن هم يوه لوبه ترسره شوه چې د سډني سيکسرز او پرت سکارچرز لوبډلی پکې مخامخ شوی د لوبې په پيل کې پچه د پرت سکارچرز لوبډلې وګټله او لومړى يې د سډني سيکسرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه
سډني سيکسرز په ټاکلو 20 اورونو کې د 7 لوبغاړو په سوځېدو ١٧٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې ټام کران ٤٣ ناسوځېدلې، ډينيل هافس او لوبډلمشر مويسيس هينريکس ٣٥-٣٥ او جېمز وينس ٢٢ منډې وکړې.

د پرت سکارچرز له لوري کريس جورډن ٣، جهي ريچارډسن، ميتيو کيلي، اشټون اګر او فواد احمد ١-١ ويکټ ترلاسه کړه
د ١٧٤ منډو د هدف په تعقيب کې د پرت سکارچرز لوبډلې ټول لوبغاړي په ١٨.١ اورونو کې وسوځېدل او ١٢٦ منډې يې وکړې چې د ٤٨ منډو په توپير يې له سډني سيکسرز لوبډلې څخه لوبه وبايلله. د دوى له ډلې اشټون ټارنر ٢٨، ميتيو کيلي ٢٣ ناسوځېدلې، لوبډلمشر مچل مارش ١٧ او جهي ريچارډسن ١٤ منډې وکړی
د سډني سيکسرز له لوري سين ابوټ او جېکسن برډ ٣-٣، بين دوارشيوس ٢، ټام کران او لويډ پوپ ١-١ ويکټ ترلاسه کړ
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ټام کران ترلاسه کړه، چې نن يې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه
د بيګ باش تجارتي ليګ سياليو کې دا د سډني سيکسرز لومړۍ بريا وه، سډني سيکسرز په درې لوبو کې يوه بريا خپله کړه، همدا راز پرت سکارچرز هم په ٣ لوبو کې يوه لوبه ګټلې ده. د بيګ باش ليګ په درجه بندۍ کې بيا سډني تهنډر تر ټولو مخکې، ورپسې ميلبورن سټارز او هوبارټ هوريکنز لوبډلې دی

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې