دلوبغاړو په اړه

نوروز منګل اصغر چی څومره وطندوسته دي فکر نه کوم بل څوک وی

افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او د ملي لوبډلې د توپوهونکې روزونکى نوروز منګل وايي، چې اصغر افغان دومره وطندوسته دى، چې فکر نه کوم بل څوک دومره وطندوسته وی
نوروز منګل په خپل فېسبوکي اکاونټ په يو پوسټ کې ليکلي دي، چې هېوادوال راته ميسجونه کوي چې اصغر سره عکس مه اخله هغه خاين دى. هغه مخکې ليکي، اصغر چې څومره وطندوسته دى، فکر نه کوم بل څوک دومره وی
نوروز منګل همدا راز تر دې وروسته يو شعر هم ليکلى دى، چې څه په دې ډول دى
د يادولو ده چې د ٢٠١٩ نړيوال جام پر مهال په اصغر افغان، محمد نبي او راشد خان باندې دا تورونه ولګول شو، چې هغوى له ګلبدين نايب سره سمه لوبه نه ده کړې او ملي لوبډله کې يې بې اتفاقي رامنځته کړه، تر څو ګلبدين نايب ناکام کړی
له هغه وروسته په ټولنيزو رسنيو کې په دغه درې واړه لوبغاړو پسې ډېرې بدې ردې وويل شوې او ځينې کسان اوس هم په دوى پسې پوسټونه کوي او لامل يې هماغه نړيوال جام ښايي، چې دوى هلته د هېواد لپاره لوبه نه ده کړی
همدا راز له نړيوال جام وروسته د ګلبدين نايب پر ځاى راشد خان د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو او څو ورځې مخکې راشد خان ليرې او پر ځاى يې بېرته اصغر افغان د ملي لوبډلې د درې واړه فارمېټونو لوبډلمشر وټاکل شو، تر څو راتلونکي نړيوال شل اوريز جام او اسيايي جام لپاره يوه منظمه لوبډله جوړه کړي
نوروز منګل بيا تازه د ملي لوبډلې د توپوهونې د روزونکي له دندې ليرې شوى دى او ښايي د هغه پر ځاى کوم نوى روزونکى د توپوهنې د برخې لپاره وټاکل شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې