دلوبغاړو په اړه

نن ملی لوبغاړی قېس احمد هم کوژدن شو

افغانستان کریکټ ملي لوبډلې ځوان ليګ بریکر او ورو توپ اچونکی قیس احمد ته چې اوسمهال د خپل هيواد څخه ليرې او د اسټرالیا په کورنيو بیګ باش سيالیو کې په لوبو بوخت دی،نن ورځ يې ورته کوژده وکړه
قيس احمد کامه وال په ډير کم وخت کې وکولی شول،چې پخپل استعداد سره د نړۍ پام هم ځانته راوړوي، همدا علت دی چې نوموړی بهرنیو لیګونو کې د لوبډلو لخوا جذبیږی
نوموړي څو ورځې وړاندې هوبرټ هوریکنز لوبډلې ته د سيډني سکيسر لوبډلې خلاف جاودګري او توپاني توپ اچونه ترسره کړي وه او د نوموړي ښکلي توپ اچونې په مټ هوبرټ هوریکنز لوبډلې یوه سخته لوبه ګټلي وه
نوموړی په ياده لوبه کې د سيالۍ غوره لوبغاړی اعلان شوی
قیس احمد په ياده لوبه کې د څلورو اورونو په ترسره کولو سره يوازې ۱۲ منډې ورکړي وې او څلور مخکښ لوبغاړي يې سوځولي و. په توپ وهنه کې يې ۷ منډې او توپ نیونه کې يې،یو لوبغاړی سوځولی و
قیس احمد په ملي لوبډله کې د راڅرګندیدو وړاندې د افغان نوولس کريکټ ملي لوبډلې لپاره په زړه پورې لوبې ترسره کړي دی
قيس احمد په لومړي ځل ۲۰۱۷ کال سپټمبر میاشتې په ۲۱مه نېټه د کابل ښامارانو لوبډلې خلاف لوبه کې را څرګند شوی.په ټيسټ کریکټ کې تیر سپټمبر مياشت کې د بنګله دېش خلاف را څرګند شو او یو لوبغاړی یې وسوځاوه
د يادولو وړ ده چې قیس احمد د ګاينا آمازون، هوبرټ هوریکنز، بندامیر ښاماران، ملتان سلطانز، سنت لوشیا سټارز او لس اوریزه کریکټ سيالیو کې يې د بنګله ټایګرز لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي دی
افغان ليګ سپنر قيس احمد دوولس فرسټ کلاس،۹ لیسټ اې،۳۸ شل اوریزې او همداشان يوه ټيسټ لوبه ترسره کړي ده
په فرسټ کلاس سيالیو کې نوموړي ۶۸ ویکټې او ۲۲۶ منډې جوړې کړي دي.همداشان په ۳۸ شل اوریزو لوبو کې يې ۵۰ ويکټې اخيستي دي او په يوه لوبه کې يې غوره توپ اچونه د ۱۸ منډو په بدل کې د پنځو لوبغاړو سوځول دي. نوموړي همداشان د شل اوریزو لوبو په توپ وهنې برخه کې ۱۷۸ منډې هم جوړې کړي دی
قیس احمد کامه وال چې اوسهمال د اسټراليا په کورنیو بیګ باش سياليو کې یې لوبې روانې کړي، تردې دمه يې په درې لوبو کې شپږ ويکټې ترلاسه کړي دی
ځوان قيس احمد سره پدې وروستیو کې د انګلیستان په کوانټي سيالیو کې د ګلوسسټرشآير لوبډلې د لوبيډو تړون هم کړی دی او دا به د هغه لپاره لومړۍ ځل وي،چې په يادو سيالیو کې به ولوبیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې