دلوبغاړو په اړه

د پاکستانی کرکټر محمد حفيظ پر توپ اچونه بندیز ولګید

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پر توپ اچونکي محمد حفيظ باندې د هغه د توپ اچونې له امله بندېز لګېدلى دى، چې نور هغه توپ اچونه نه شي کولاي
د رسنيو د راپورونو په وينا، د انګلستان کرکټ بورډ د محمد حفيظ پر توپ اچونه بندېز لګولى دى، د هغه د توپ اچونې سټايل يا ډول باندې د سږکال ټي ٢٠ بلاسټ سياليو پر مهال نيوکه شوې وه
د محمد حفيظ د توپ اچونې اېکشن يا ډول د بيا کتنې نه وروسته د هغه د توپ اچونې ډول غېر قانوني ګرځول شوى دى، په دغه راپور کې ويل شوي دي، چې د محمد حفيظ د مټ تاوېدل له ١٥ ډګري نه زيات دی
د انګلستان کرکټ بورډ مسوولينو په دې اړه زياته کړې ده، چې تر څو پورې محمد حفيظ خپل اېکشن يا ډول سم کړى نه وي او هغه يې قانوني کړى نه وي، نو د انګلستان کرکټ بورډ تر چتر لاندې په هېڅ سياليو کې هغه ګډون نه شي کولاي
بل لوري ته د پاکستان توپ اچونکى محمد حفيظ وايي، چې هغه ته د انګلستان کرکټ بورډ له لوري د ده د توپ اچونې په اړه راپور رالېږل شوى دى، چې هغه د هغوى ځينې خبرې مني
هغه د ريويو کمېټې د څېړنې يو شمېر خبرې منلې دي او همدا راز زياته کړې يې ده، چې د کرکټ نړيوالې شورا سره په ثبت شوو د توپ اچونې هر سينټر ته ورتللى شي او هلته خپل اېکشن يا د توپ اچونې ډول په اړه د ټېسټ لپاره تيار دى
د يادولو ده چې په تېرو درې کلونو کې دا دريم ځل دى چې د محمد حفيظ په توپ اچونه باندې بندېز لګول کېږي، تر دې مخکې په ٢٠١٨ کال د نومبر په مياشت کې هم د سريلانکا پر وړاندې په لوبه کې د هغه د توپ اچونې په اېکشن يا ډول باندې نيوکې وشوی
تر دې مخکې د پاکستان پر يو بل توپ اچونکي سعيد اجمل هم د هغه د توپ اچونې د اېکشن يا سټايل له امله بندېز لګېدلى و، خو وروسته هغه خپل اېکشن يا ډول بدل کړ، خو د دغه بدلون له لامله هغه نور ښه کرکټ ونه شو کولاى

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې