افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د انګليستان ۱۹ کلنه لوبډله کی یو افغان لوبغاړي شامیله کړی ده

انګليستان کریکټ بورډ تيره ورځ د سويلي افريقا په کوربتوب د نوولس کلنو څخه کم عمره نړيوال پنځوس اوریز جام لپاره پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه،چې پکې افغان الاصله لوبغاړی حمیدالله قادري ته هم ځای ورکړل شوی دي
نوولس کلن حمیدالله قادری چی اصلا د کندهار ولايت اوسيدونکی دی له خپلې کورنۍ سره يو ځای د لس کلنۍ په عمر د افغانستان څخه انګليستان هيواد ته کډوال شو
نوموړي چی له وړکتوب څخه يی د کریکټ لوبو سره زياته علاقه درلوده، په دوولس کلنۍ عمر کې يې په ډربيشآیر ښار کې د نيوزيلینډي يوه بل لوبغاړي ایان اوبراین سره يو ځای د الوسټن انډ بولټن کریکټ کلب لپاره په ډربيشایر پریمير لېګ کې لوبې پيل کړی
قادري چې په ښي لاس اف بریک ورو توپ اچوي، ويې کولی شول چې په ځوان عمر کې همدې ډربيشآیر ملي لوبډلې ته لار ومومي. نوموړي ته په لومړي ځل په ياده لوبډله کې د سويلي افريقا الف لوبډلې خلاف په لیست اې سيالیو کې ځای ورکړل شو
د ۲۰۱۷ کال د جون په ۲۶مه نېټه د انګليستان په کوانټي چمپیون شيپ فرسټ کلاس سيالیو کې نوموړی د خپلې ډربيشاير لوبډلې په ګټه د ګلمورګن لوبډلې خلاف په لوبه کې را څرګند شو او پخپله لومړۍ لوبه کې يې پنځه لوبغاړي وسوځول. وروسته نوموړی په همدې ۲۰۱۷ کال د جولاۍ په ۱۶مه نېټه د انګلیستان په نيټ ويسټ ټونټي بلاسټ سيالیو کې د لنکاشاير لوبډلې خلاف ولوبيده، او بیا دهندوستان د نوولس کلنې لوبډلې خلاف د لوبو لپاره د انګليستان په نوولس کلنه لوبډله کې واخیستل شو
همداشان نوموړی د سويلي افریقا په کوربتوب د درې اړخیز سيریز لپاره چې د ۲۰۱۸ کال نړيوال جام ته د تمریني لوبو په موخه و، د انګلينډ يانګ لاینز لوبډله ګې واخيستل شو
په ۲۰۱۹ کال سپټمبر مياشت کې حمیدالله قادري بيا د د ۲۰۲۰ کال کورنیو سيالیو کې د لوبيدو لپاره د کېنټ لوبډلې سره یو ځای شو او دا دی اوس په روان دسمبر میاشت کې نوموړی د سويلي افريقا په کوربتوب د نړیوال پنځوس اوریز جام لپاره د انګليستان په نوولس کلنه کریکټ ملي لوبډله کې انتخاب شو
قادري په ۹ فرسټ کلاس سيالیو کې د ۷۴۷ منډو په ورکولو سره ۲۳ ويکټې اخيستي دي.او په ۳ ليست اې سيالیو کې يې بيا یوه ويکټ اخيستي ده
د نړيوال جام لپاره د انګليستان نوولس کلنه لوبډله په لاندې ډول ده
جورج بېلډرسن (لوبډلمشر)،کاسی الډریج،بېن چارلسوورت،ټام کلارک،جورډن کوکس،بلاک کولن،سکاټ کوري،هاري ډوکی،جوئ ایوسن،ليوس ګولډزورتی،جیک هېنز،جورج هېل،ډن موسلی،حمیدالله قادري،سم یانګ
انګلیستان نوولس کلنه لوبډله به نړیوال جام کې لومړۍ لوبه د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په شلمه نېټه د وييسټ انډيز خلاف ترسره کړی
ټاکل شوي چې د سويلي افريقا په کوربتوب د ۲۰۲۰ کال نړيوال پنځوس اوریز جام سيالۍ به د راتلوونکي جنورۍ مياشتې په اوولسمه نېټه پيل او د فبرورۍ په نهمه نېټه به پای ته ورسيږی
پدې ټورنامینټ کې ټولټال ۱۶ لوبډلې ګډون کوي او د دوی ترمنځ به ۴۸ لوبې ترسره شي

کاپی خبریال ډاټ کام

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې