دلوبغاړو په اړهلیګونه

BPLمجيب لوبډله بيا له ماتې سره مخ شوه

بنګله دېش تجارتي ليګ کې افغان ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان د کوميلا واريرز لوبډلې لپاره لوبېږي، چې په نننۍ لوبه کې هم نوموړي ښه توپ اچونه وکړه، خو د هغه لوبډله يو ځل بيا له ماتې سره مخ شوه
د بنګله دېش تجارتي ليګ ٢٠مه لوبه د کوميلا واريرز او راج شاهي رايلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه راج شاهي رايلز لوبډلې وګټله او لومړى يې د کوميلا واريرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه
کوميلا واريرز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې ډيويډ ملن ١٠٠ ناسوځېدلې او سوميه سرکار ٢٠ منډې وکړې. همدا راز مجيب الرحمان هم په ٤ توپونو ٢ ناسوځېدلې منډی وکړی
د راج شاهي رايلز له لوري انډري رسل، محمد عرفان او ابو جاوېد ٢-٢، عفيف حسېن او روي بوپارا ١-١ لوبغاړى وسوځاوه
د ١٧١ منډو هدف د راج شاهي رايلز لوبډلې په ١٧.٥ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو په اسانۍ پوره کړ او په ٧ ويکټو يې د کوميلا واريرز لوبډلې ته ماتې ورکړه. د دوى له لوري عفيف حسېن ٧٦، روي بوپارا ٤١ ناسوځېدلې، ليتون داس ٢٧ او انډري رسل ٢٠ ناسوځېدلې منډې وکړې
د کوميلا واريرز له لوري الامين حسېن ٢ او مجيب الرحمان بيا په ٤ اورونو کې د ١٧ منډو په بدل کې ١ لوبغاړى وسوځاوه، هغه تر ټول کمې منډې ورکړې او اقتصادي توپ اچونه يې ترسره کړه
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه د د راج شاهي رايلز عفيف حسېن او د کوميلا واريرز ډيويډ ملن ته په ګټه ورکړل شوه
د يادولو ده چې د بنګله دېش تجارتي ليګ ١٩مه لوبه د سيلهټ تهنډر او ډهاکه پلاټون لوبډلو ترمنځ ترسره شوې وه، چې ډهاکه پلاټون لوبډلې په ٨ ويکټو وګټله، خو په دغه لوبه کې کوم افغان لوبغاړى نه و اخيستل شوى

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې