دلوبغاړو په اړه

کولي ژمنه پوره کړه خو شاه رخ خان بیا حضرت الله ځاځی سره وفا ونه کړه

ویرات کولي د ډیل سټین په اړه خپله ژمنه پوره کړه؛ خو شاهرخ خان بیا ځاځي سره په ژمنه کې پاتې راغي
ویرات کولي د سویلي افریقا د فسټ بالر ډیل سټین په باره کې د آې پي ایل له بولي مخکې ویلي وو، چې په هر قېمت وي، ډیل سټین اخلي او نه یې پرېږدی
ډیل سټین چې د سویلي افریقا چټک بالر دی، په ۲۰۱۸ م کال او له هغه وړاندې کال کې د آې پي ایل سیالیو په اوږدو کې د بنګلور لوبډلې ګډونوال و
خو د ۲۰۲۰ م کال په آې پي ایل سیالیو لپاره د بولي په اوږدو کې ډیل سټین په اړه لومړیو کې چا وانخېست او کله چې نورو لوبډلو په دې برخه کې دلچسپي ښکاره نه کړه؛ نو ویرات کولي د بولي په اوږدو کې د بنګلور لوبډلې مشر روزنکي مایک هېسن سره دوه سوه واټس اپ مسېجونه تبادله کړل او مایک هېسن ته یې وویل چې دی په هرقېمت وي، ډیل سټین په خپله لوبډله کې غواړط
اوس مهال دیل سټین د بنګلور ۲۱ کسیزې لوبډلې غړی دی
2020 زېږیز کال آې پي ایل لپاره د بنګلور لوبډله
ویرات کولي لوبډلمشر، ای بي ډیویلیرس، ډېفډټ پاډیکل، پارتېف پټېل، اېرون فېنچ، جوشوا فېلېپ، شهبار احمد، ګورکیرات سېنګ من، پاوان ډېشپانډی، معین علي، شېوم ډوبی، کرېس مورېس، اېسورو اوډانا، یوزوېندرا چهل، واشېنګټن سونډر، پاوان نیګي، اومېش یداف، نافدیپ سېني، محمد سراج، ریچارډسن او ډیل سټین
ویرات کولي د ډیل سټین په هکله خپله ژمنه عملي کړه او آې پي ایل کې یې وپېره؛ خو د هندي سېنما ستوري پښتون شاهرخ خان بیا خپله ژمنه د افغان هیټر توپ وهونکي حضرت الله ځاځي په اړه پوره نه کړ
کله چې حضرت الله ځاځي د ایرلېنډ خلاف د ۲۰۱۹ م کال په فبروري میاشت کې غوره اېننګز ولوباوه؛ نو شاهرخ خان په ټویټر ولیکل چې دی به د ۲۰۲۰ م کال آې پي ایل لپاره حضرت الله ځاځی په خپله لوبډله کلکته کې اخلي او لوبوي به یې؛ خو اوس د آې پي ایل لوبډلې پوره شوې؛ خو د شاهرخ خان ژمنه پر ځای پاتې ده او ځاځی یې ونه پېره
شاهرخ خان غوښتل چې هغه په ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل کې هم ولوبوي؛ خو دلیل یې دا و، چې ۲۰۱۹ م کال کې لوبغاړي کم واخېستل شو او په هند کې ټاکنې وی
بیا شاهرخ خان وویل چې ۲۰۲۰ م کال اې پي ایل ته به یې خامخا اخلي؛ خو وې یې نه پېره

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې