نړیوال کریکټ

بیک باش کی د قېس لوبډله د راشد او ظاهر لوبډلې نه مخکې شوه

د بيګ باش په نننۍ سيالۍ کې قېس احمد يو ځل بيا ١ ويکټ ترلاسه کړه او د هغه لوبډله هوبارټ هوريکنز دويمه بريا هم ترلاسه کړه، چې په دې سره د دوه برياوو سره د راشد خان او ظاهر خان له لوبډلو په کتار کې پورته شوه
نن د بيګ باش تجارتي ليګ په لومړۍ لوبه کې د ميلبورن رينيګاډز او هوبارټ هوريکنز لوبډلې سره مخامخ شوې. په پيل کې د لوبې پچه ميلبورن رينيګاډز وګټله او توپوهنه يې غوره کړه
د ميلبورن رينيګاډز ټول لوبغاړي په ١٩.١ اورونو کې وسوځېدل او ١٤٧ منډې يې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشر ارون فينچ ٥٠، شان مارش ٣٧ او مارکوس هاريس ٢٠ منډې ترلاسه کړی
د هوبارټ هوريکنز له لوري جېمز فوکنر، ناتن ايليس او رېلي ميريډټ ٣-٣ لوبغاړي وسوځول، همدا راز افغان ورو توپ اچونکي قېس احمد هم ٤ اورونه ترسره کړل چې ٢٣ منډې يې ورکړې او ١ لوبغاړى يې وسوځاوه
د ١٤٨ منډو هدف د هوبارټ هوريکنز لوبډلې په ١٩.١ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په بيګ باش سياليو کې يې دويمه لوبه کې هم بريا خپله کړه. د دوى له ډلې ډارسي شارټ ٦٠، لوبډلمشر بين مک ډرموټ ٥١ ناسوځېدلې او ډيويډ ملر ٢٥ ناسوځېدلې منډې وکړې
د ميلبورن رينيګاډز له لوري ټام کوپير ٢ او کېمرون بايس ١ ويکټ ترلاسه کړه
د يادولو ده چې د بيګ باش تجارتي ليګ کې تراوسه پورې ترسره شوو لوبو کې سډني تهنډر، ميلبورن سټارز او هوبارټ هوريکنز ٢-٢ لوبې ګټلي دي، همدا راز اډلايډ سټرايکرز، بريسبين هيټ، سډني سيکسرز او پرت سکارچرز ١-١ بريا خپله کړې ده او ميلبورن رينيګاډز بيا تراوسه کومه لوبه کې بريا نه ده ترلاسه کړی

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې