نړیوال کریکټ

هند د ويسټ انډيز لوبډله کلین سویپ کړه

هند او ويسټ انډيز په هند کې د شل اوريزو او يو ورځنيو لوبلړۍ ترسره کړې، چې هند په دواړو لوبلړيو کې بريا خپله او د ويسټ انډيز لوبډله يې له هند نه بېرته تش لاس ويسټ انډيز ته ولېږله.

تېره ورځ د هند او ويسټ انډيز ترمنځ د درې يو ورځنيو لوبو وروستۍ لوبه د هند په کټاک کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه هند وګټله او لومړى يې ويسټ انډيز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ويسټ انډيز په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ٣١٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې نيکولاس پوران ٨٩، کيرون پولارډ ٧٤ ناسوځېدلې، شاى هوپ ٤٢، روسټون چېس ٣٨ او شيمرون هيټماير ٣٧ منډې وکړې.

د هند له لوري نوديپ سېني ٢، شردل ټاکر، محمد شامي او رويندرا جډيجا ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ٣١٦ منډو هدف د هند لوبډلې په ٤٨.٤ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ٤ ويکټو يې د ويسټ انډيز لوبډلې ته ماته ورکړه، چې د لوبې تر څنګ يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د هند له لوري ويراټ کوهلي ٨٥، کى ايل راهول ٧٧، روهيت شرما ٦٣ او رويندرا جډيجا ٣٩ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ويسټ انډيز له لوري بيا کيمو پاول ٣، شيلډون کاټرېل، جېسن هولډر او الزاري جوسيپ ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ويراټ کوهلي ترلاسه کړه او د درې يو ورځنيو لوبو د لوبلړۍ غوره لوبغاړي جايزه روهيت شرما ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې هند او ويسټ انډيز د درې شل اوريزو او درې يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ ترسره کړې. په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې هند په ٦ ويکټو بريا خپله کړه، دويمه شل اوريزه لوبه کې ويسټ انډيز په ٨ ويکټو بريا خپله کړه او په دريمه شل اوريزه لوبه کې هند په ٦٧ منډو بريا خپله او په ٢-١ سره يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه. همدا راز په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې ويسټ انډيز په ٨ ويکټو بريا خپله کړه، دويمه يو ورځنۍ لوبه کې هند په ١٠٧ منډو بريا خپله کړه او دريمه يو ورځنۍ لوبه کې هند په ٤ ويکټو بريا خپله کړه چې د يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ يې هم په ٢-١ وګټله.

ويسټ انډيز د هند په سفر کې له افغانستان سره هم د درې يو ورځنيو او درې شل اوريزو لوبلړۍ او يوازينۍ ټېسټ لوبه ترسره کړه، چې د يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ ويسټ انډيز په ٣-٠ وګټله، د شل اوريزو لوبو لوبلړۍ افغانستان په ٢-١ وګټله او يوازينۍ ټېسټ لوبه هم ويسټ انډيز وګټله.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې