دلوبغاړو په اړه

بیګ باش لیګ کې ظاهر خان لومړۍ ویکټ واخیسته

اسټرالیا بېګ باش کرکټ لیګ کې افغان شل کلن چېنامېن توپ اچوونکي، ظاهرخان لومړۍ وېکټ واخېسته.

د بېګ باش لیګ په نهمه لوبه کې هغه ۴ اورونه وکړل او ۲۴ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخېسته.

نوموړي په دې لوبه کې تر نورو توپ اچوونکو په ښه ایکانومي توپ اچونه وکړه، هغه په هر اوور کې ۶ منډې ورکړې، چې نورو بالرانو تر ده په پورته ایکانومي توپ اچونه کړې وه.

دا لومړی ځل دی، چې ظاهرخان په دې لیګ کې لوبېږي او د دې لیګ په تاریخ کې یې لومړۍ وېکټ واخېسته.

د بېګ باش سوداګریز لیګ د ۵ افغان لوبغاړو په شتون کې د ډېسمبر په ۱۷ مه نېټه پیل شو، چې لومړۍ لوبه کې برېسبېن هیټ لوبډلې، چې ظاهرخان او مجیب الرحمن پکې اخېستل شوي وبایلله.

محمدنبي عیسی خېل په مېلبورن رېنېګېډز لوبډله اخېستل شوی، راشدخان ارمان په اډیلایډ سټرایکرز لوبډله کې پېرل شوی او قېس احمد په هوبرټ هرېکېنز لوبډله کې لوبېږي.

په دې سیالیو کې د راشد خان دې اړوند لوبډلې اډیلایډ سټرایکرز یوه کې لوبغالي ته راښکته شول؛ خو د باران له امله لوبه بې پایلې شوه.

د محمدنبي دې اړوند لوبډلې مېلبورن رېنېګډز دوه لوبې کړي او دواړه یې بایللي دي، محمدنبي عیسی خېل او مجیب الرحمن په بنګله دېش لیګ کې بوخت دي.

قېس احمد د جمعې په ورځ د سېډني سېکسرز لوبډلې پر وړاندې یوه لوبه کې د هوبرټ هرېکېنز لوبډلې په ګټه ۵ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې واخېسته.

د دوشنبې په ورځ ماسپښین دولس بجې او ۴۰ دقیقې د اډیلایډ سټرایکرز چې راشدخان ورسره لوبېږي د پېرت سکارچرز پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې