لیګونه

بیګ باش لیګ کې د قیس احمد لوبډلې ماتې ومنله

بيګ باش تجارتي سياليو په لړ کې نن هم د قېس احمد لوبډلې لوبه ترسره کړه، چې قېس احمد هم پکې ١ ويکټ ترلاسه کړه، خو د هغه لوبډلې ماته وخوړه
نن د بيګ باش تجارتي ليګ لومړۍ لوبه د ميلبورن سټارز او هوبارټ هوريکنز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کی د لوبې پچه ميلبورن سټارز لوبډلې وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړ
ميلبورن سټارز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې مارکوس سټوينيس ٨١ ناسوځېدلې، نيک مېډينسن ٤٠ او بين ډنک ١٩ منډې وکړی
د هوبارټ هوريکنز له لوري رېلي ميريډټ ٣ او قېس احمد په ٤ اورونو کې د ٣٤ منډو په بدل کې ١ ويکټ ترلاسه کړه
د ١٦٤ منډو هدف په تعقيب کې د هوبارټ هوريکنز لوبډلې توپوهونکي په بشپړ ډول ناکامه شو، چې په ١٦ اورونو کې ټول لوبغاړي وسوځېدل او ١١١ منډې يې وکړې، د ميلبورن سټارز لوبډلې په ٥٢ منډو بريا خپله کړه
د هوبارټ هوريکنز له لوري کليو روز ٣٢ ناسوځېدلې کالب جيول ٢٥ منډې وکړې. د ميلبورن سټارز له لوري حارث روف په زړه پورې توپ اچونه ترسره او ٥ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز ګلين ميکسويل او اډم زمپا هم ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړی
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه حارث روف ته ورکړل شوه، چې په ٤ اورونو کې يې د ٢٧ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي سوځولي
د يادولو ده چې تر دې مخکې په تېره لوبه کې قېس احمد په زړه پورې توپ اچونه کړې وه، هغه په ٤ اورونو کې ١٢ منډې ورکړې وې او ٤ لوبغاړي يې سوځولي و، چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړې وه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې