لیګونه

بیګ باش تجارتي لیګ: ننۍ سیالۍ بې پاېلي اعلان شوه

د اسټرالیا شل اورېز ستر تجارتي لیګ (بیګ باش) ننۍ لوبه د خرابې هوا له امله بې پاېلي اعلان شوه او دواړو لوبډلو ته نومرې ورکړل شوي چې افغان لوبغاړی راشد خان هم دغه لوبه کې موجود وه.

د بيګ باش سياليو په لړ کې نن د سډني تهنډر او اډلايډ سټرايکرز لوبډلو ترمنځ لوبه پیل شوه. چې په پيل کې د لوبې پچه سډني تهنډر لوبډلې وګټله او اډلايډ سټرايکرز لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

اډلاید سټرایکرز لوبډلې په شل اورنو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۱ منډې جوړې کړې، چې له لوري یې الېکس کیري ۴۵ او جوناتن ویلز ۵۵ سترې منډې وکړي.

د سډني تهنډر له لوري کريس موريس او ډينيل سېمس دوه-دوه او جوناتن کوک ١ ويکټ واخیسته.

د ټاکل شوي ۱۶۲ منډو په تعقیب کې د سډڼي تهنډر لوبډلې ۱ لوبغاړي په زیان ۴۰ منډې جوړې کړې وې، چې راشد خان د توپ اچونې لپاره راغی راشد خان دوه توپونو ترسره کړې وو چې د خرابې هوا له امله یې لوبه بې پاېلي اعلان کړه او هرې لوبډلې ته یې په بدل کې نومرې ورکړل شوي.

یادولو ده، چې راشد خان د بیګ باش ستر تجارتي لیګ ته خوښې څرګنده کړې وه او د په خپل ټوېټر اکاونټ لېکلي وو، کله چې د اډلاید سټرايکرز لوبډلې کالي پر تن کړم، نو ډېر زیات خوښ ووسم.

خو د نوموړي لومړۍ لوبه بې پاېلي اعلان شوه چې راشد خان یې ناهېلي واستوه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې