افغانستان کریکټ

بوسټ ټوله لوبډله په ۶۱ منډو وسوځېده

د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو کې د بوسټ زون ټوله لوبډله په ۶۱ منډو وسوځېدله چې د دوی لپاره فرېد ملک او وفادار مومند خنډ وګرځيد.

په پیل کې د لوبې پچه بوسټ زون لوبډلې وګټله او لومړۍ یې توپ وهنه غوره کړه، بوسټ لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې ښه ونه ځلیده او ټوله لوبډله یې په ۶۱ منډو سره د فرېد ملک او وفادار مومند له لوري وسوځېده.

د بوسټ ټوله لوبډله په ۱۷.۵ اورنو کې د ۶۱ منډو په جوړولو سره وسوځېده. د بوسټ لپاره اسلام ځاځي ۱۶، عین الدین کاکړ او منېر احمد هر یوه ۹-۹ منډې جوړې کړې.

د سپین غر لوبډلې له لوري یواځې دوه توپ اچونکو توپ اچونه ترسره کړه چې ټوله لوبډله یې په ۱۸م اور کې وسځوله.

سپین غر لوبډلې له لوري فرېد ملک ۶ او وفادار مومند ۴ لوبغاړي له مخې پورته کړ.

د یادونې وړ ده چې دغه لوبه د دواړو لوبډلو پای لوبه ده.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې