نړیوال کریکټ

Iplنیلامي ختمه، افغان لوبغاړي ونه اخیستل شولنیلامي ختمه، افغان لوبغاړي ونه اخیستل شول

د ۲۰۲۰ کال د هندوستان سترو تجارتي سیالیو لپاره ځینې افغان لوبغاړي هم شارټ لیست شوي وو،خو له جملې یې یوازې دوه افغان ورو توپ اچوونکي نور احمد لکڼوال او ظاهرخان بولۍ ته پورته شول،خو کومې لوبډلې یې اخیستلو ته زړه ښه نکړ.

نور احمد په دیرش او ظاهرخان په پنځوس لکه هندۍ کلدارې بولۍ ته وړاندې شوي وو.

 دا ځلې د هند تجارتي لیګ ته د  لوبغاړو نیلامۍ پړاو په لومړي ځل د بنګلور په ځای د هند په کلکتې ښار کې ترسره شو،ددې نیلامۍ پړاو لپاره د مختلفو هیوادونو څخه نږدې زرو په شاو خوا کې لوبغاړو نوم لیکنه ترسره کړي وه،چې درې سوو پورته لوبغاړي شارټ لیست شوي وو.

په ټوله کې د ۸ لوبډلو لخوا په نیلامۍ پړاو کې (۶۱) لوبغاړي واخیستل شول.

خو د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو د نیلامۍ پر مهال تر ټولو په لوړه بیه اسټرالیاوی چټک توپ اچونکی پاټ کومېنز د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې لخوا په ۱۵ نیم کروړه هندۍ کلدارې واخیستل شو.

دا ای پي ایل سیالیو په تاریخ کې دا لومړۍ ځل دی،چې یو بهرنۍ لوبغاړی په دومره لوړه قیمتي بیه اخیستل کیږي،لدې وړاندې په ۲۰۱۷ کال ای پي ایل بولۍ کې تر ټولو په لوړه بیه انګلیستانی الروانډر بېن سټوکس د پونی لوبډلې لخوا په څوارلس نیم کروړه اخیستل شوی و.

پاټ کومېنز لدې وړاندې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کالونو ترمنځ د ای پي ایل په موسم کې هم د کلکتې لوبډلې لپاره څلور لوبې ترسره کړي دي. په ټوله کې نوموړي په شپاړلسو ای پي ایل لوبو کې ۱۷ ویکټې اخیستي دي.

 د پاټ کومېنز بل د ټیم ملګری ګلین مکسویل بیا د کینکز پنجاب لوبډلې لخوا د ډهلي کيپټلز څانګې سره د نیلامۍ پر مهال د سختې مقابلې وروسته په لس اعشاریه ۷۵ کروړه هندۍ کلدارې ترلاسه کړ، ډهلي لوبډلې تیر ۲۰۱۸ کال کې د پنجاب لوبډلې سره د مقابلې وروسته په ۹ کروړه هندۍ کلدارې خپل کړئ و. مکسویل لدې وړاندې په ۲۰۱۴ کال ای پي ایل سیالیو کې د پنجاب لپاره لوبې ترسره کړې او یاده لوبډله یې تر پایلوبې رسولي وه.

د ګلین مکسویل وروسته په لوړه بیه سویلي افریقایی الروانډر کریس موریس د بنګلور لوبډلې لخوا په ۱۰ کروړه هندۍ کلدارې واخیستل شو. نوموړی په ۲۰۱۸ کال ای پي ایل سیالیو کې د ډهلي لوبډلې لخوا په ۱۱ کروړه هندۍ کلدارې له ځان سره ساتل شوی و،خو روان کال یې خوشی کړ.

همداشان د پاټ کومېنز،مکسویل،موریس وروسته ویسټ انډیزی چپ لاسی توپ اچونکی شېلډن کاټرال په ۸ نیم کروړه هندۍ کلدارې د پنجاب لوبډلې لخوا واخیستل شو او همداشان اسټرالیاوی چټک توپ اچونکی نتن کولټر نئیل د ممبی انډیانز لوبډلې لخوا په ۸ کروړه هندۍ کلدارې واخیستل شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې