لیګونه

قیس احمد خپلې لوبډلې ته لومړۍ بریا ور په برخه کړه

د هوبرټ هوریکنز لوبډلې پیاوړی ځوان ورو توپ اچونکي قیس احمد د اسټرالیا په بیګ باش سیالیو کې خپلې لوبډلې ته ستره بریا ور په برخه کړه.

نوموړي په ننۍ سیالۍ کې تر ټولو ښکلي توپ اچونه ترسره کړه او څلورو اورونو کې یې د ۱۲ منډو په ورکولو سره څلور مخکښ لوبغاړي له مخې پورته کړل.

قیس احمد پخپل لومړي اور کې د سیډني سیکسر لوبډلې پیاوړی لوبغاړی مویسس هنریکز له مخې پورته کړ،ورپسې دوهم اور کې یې  په څلورو توپونو د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي  پیاوړي وسوځول.

په ننۍ لوبه کې د دوی هوبرټ هوریکنز لوبډلې په خپلې لومړۍ توپ وهنه سره د ۹ لوبغاړو په سوځیدو،ټاکلو شل اورونو کې (۱۲۹) منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ګټلو په موخه (۱۳۰) منډې هدف کيښود.

 که څه هم هوبرټ هوریکنز لوبډله د توپ وهنې پر مهال له سختو ستونزو سره مخ شوه.یادې لوبډلې په ۲۳ منډو کې د څلورو اورونو ترمنځ، خپل شپږ پیاوړي لوبغاړي له لاسه ورکړل،خو ډي شورټ دوی ته لوبه پخپل واک کې کړه او د نیمه سلیزې په جوړولو سره یې د هوبرټ لوبډلې منډې تر ۱۲۹ پورې ورسولې.

که څه هم هدف دومره لوی نه وه او په اسانۍ سره پوره کیدلی شو،خو د قیس احمد جادوګرې توپ اچونې د سیډني سیکسر  لوبډله ور خطا کړه او ویې نشول کولی چې دغه کوچني هدف ته ځان وراسوي.

 سیډني سیکسر ټوله لوبډله په ۱۹م اور کې په (۱۰۶) منډو وسوځیده او سیالي یې د ۲۵ منډو په توپیر هوبرټ هوریکنز لوبډلې ته بایلوده او دا په روانو بیګ باش سیالیو کې د دوی لوبډلې لومړۍ بریا وه.

له بلې خوا د بنګله دېش پریمیر لیګ سیالیو کې د نبي عیسخېل تر کپاتۍ لاندې رنګپور رنجرز لوبډلې خپله څلورمه لوبه هم بایلوده.او دا ځلې یادې لوبډلې خپله لوبه د رحمن الله ګربز او نجیب الله ځدراڼ لوبډلې خولنا ټایګرز ته بایلوده.

د نبي تر مشرۍ لاندې رنګپور رنجرز لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو په شل اورونو کې(۱۳۷) منډې جوړې کړې. په ځواب کې یې خولنا ټایګرز لوبډلې د رحمن الله ګربز او رئیلی روسوو د ښکلي توپ وهنې په مټ په ۸ ویکټو بریا خپله کړه.

ګربز په ننۍ لوبه کې په ۲۲ توپونو (۳۷) منډې جوړې کړي وې او روسوو بیا د نیمه سلیزې په جوړولو تر وروستیو په میدان کې ناسوځیدلی پاتي شو.


کاپی خبریال ډاټ کام

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې