دلوبغاړو په اړه

ظاهر خان لوبډلې ماته وخوړه خو نوموړي ۱ ویکټ واخیسته

د افغان چينامېن توپ اچونکي ظاهر خان نن ٢١مه کليزه وه، چې نن يې د ميلبورن سټارز لوبډلې پر وړاندې لوبه هم ترسره کړه، خو يوازې ١ ويکټ يې ترلاسه کړه او لوبډله يې په دې ونه توانېدله چې بريالۍ شي
د بيګ باش ليګ کې نن دويمه لوبه د ميلبورن سټارز او بريسبين هيټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه بريسبين هيټ وګټله او لومړى يې توپ اچونه غوره کړه

ميلبورن سټارز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې ګلين ميکسويل ٨٣، پيټر هېنډسکومب ٢٠، هيلټون کارټ رايټ ١٨، مارکوس سټوينيس ١٦ او بين ډنک ١١ منډې ترلاسه کړی
د بريسبين هيټ له لوري ظاهر خان، جوش لالور، مټ رينشاو، بين لافلين، مچل سويپسون او بين کټنګ ١-١ ويکټ ترلاسه کړه
د ١٦٨ منډو د هدف په تعقيب کې د بريسبين لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٥ منډې وکړې، چې په ٢٢ منډو يې ماته وخوړه. د دوى له ډلې ټام بانټون ٦٤، مټ رينشاو ٣٩ او بين کټنګ ١٢ منډې وکړي
د ميلبورن سټارز له لوري اډم زمپا ٣، حارث روف او ډينيل اورال ٢-٢ لوبغاړي وسوځول
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ګلين ميکسويل ترلاسه کړه
د يادولو ده چې نن په بيګ باش ليګ کې قېس احمد ښه توپ اچونه ترسره کړه او په ٤ اورونو کې يې د ١٢ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي وسوځول، بل لوري ته په بنګله دېش تجارتي ليګ کې د محمد نبي او محمد شهزاد او د رحمان الله ګربز لوبډلو ترمنځ هم لوبه ترسره شوه، چې د رحمان الله ګربز لوبډلې پکې بريا خپله کړه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې