نړیوال کریکټ

سريلانکا د پاکستان ټوله لوبډله په ١٩١ منډو وسوځوله

د سريلانکا او پاکستان لوبډلو ترمنځ د دوه ټېسټ سياليو دويمه ټېسټ سيالي د پاکستان په کراچۍ ښار کې روانه ده، چې سريلانکا د پاکستان پر وړاندې ښه توپ اچونه ترسره او ټوله پاکستانۍ لوبډله يې په ١٩١ منډو وسوځوله.

د سريلانکا او پاکستان ترمنځ دويمه ټېسټ لوبه کې پاکستان لومړى پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.

پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٩١ منډې وکړې، چې له ډلې يې اسد شفيق ٦٣، بابر اعظم ٦٠ او عابد علي ٣٨ منډې وکړې.

د سريلانکا له لوري لاهيرو کماره او لاسيت ايمبولډينيا په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او دواړو د پاکستان ٤-٤ توپوهونکي وسوځول، همدا راز ٢ لوبغاړي بيا وشوا فرنانډو هم ترلاسه کړې.

د يادولو چې په پاکستان کې يوه لسيزه وروسته ټېسټ لوبې ترسره کېږي، چې تر دې مخکې د سريلانکا او پاکستان لومړۍ ټېسټ لوبه د پاکستان په پېنډۍ ښار کې ترسره شوه، خو دغه لوبه بې نتيجې پاى ته ورسېده. دغه لوبه د باران له امله څلور ورځې ترسره نه شوه او دواړو لوبډلو يوه يوه پاڼۍ توپوهنه هم پوره نه کړه.

د سريلانکا او پاکستان ټېسټ لوبو د ټېسټ لوبو په نړيواله اتلولۍ کې شامله ده، چې هند ٧ لوبې ترسره کړي او ٧ لوبو کې يې بريا خپله کړې ده او تر ټولو زيات ٣٦٠ نومرې لري.

همدا راز اسټراليا ٢١٦، سريلانکا ٨٠، نيوزيلېنډ ٦٠، انګلستان ٥٦، پاکستان ٢٠، ويسټ انډيز، بنګله دېش او جنوبي افريقا بيا تر دې مهاله پورې هېڅ نومره نه ده ترلاسه کړې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې